حکمتیار داسامه پرشهادت باندي غوصه څرګنده کړه اودغچ اخیستلو ژمنه یی وکړه

version4_hikmatyar_340_309_ (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۳) دافغانستان دحزب اسلامي دګوند مشر ګل البدین حکمتیار دامریکایانو له لوري دشیخ اسامه پرشهادت باندي غوصه څرګنده کړه، او زیاته یی کړه دا چي امریکایان وایی اسامه ته مو دجنازي لمونځ ورکړه او داسلامي شریعت مطابق مو جسد په سمندرکي واچوي پدي سره یی داسلامي نړي سپکاوي وکړ

نوموړي داسامه له مړي سره دامریکایانو کړنه دکفارو له هغي کړني سره برابره کړه کومه چي دمکي کفارو له حمزه بن عبدالمطلب درسوالله صل الله علیه وسلم له تره سره ترسره کړی وه،

له الجزیري ټلویژیون سره په یوه ریکارډ شوی پیغام کي حکمتیار وویل، کوم عمل چي دشیخ اسامه له جسد سره دامریکایاله لوري ترسره شو پدی سره به دنوموړي دانتقام داخیستلو لپاره اسلامي نړي نوره وپاریږی

حکمتیار وویل کوم اعلان چي امریکایانو دشهید اسامه دجنازي اوتدفین په اړه وکړ دایی یواځي او یواځي داسلامي نړي سپکاوي وکړ.

نوموړي زیاته کړه داسامه په شهادت او په عراق او افغانستان کي دمسلمان اولس په عامه وژنه سره به امریکایان خپل هدف ته ونه رسیږي، حکمتیار زیاته کړه دامریکایانو په خلاف نړیوال اسلامي مقاومت روان دي، دیو یا دوو کسانو په شهادت سره امریکایان نشي کولای چي ددي مقاومت مخه ونیسي

امریکانو په اساني سره اسامه شهید نه کړ په دغه لاره کي یی ډیري پیسی خرچ کړي یولک او پنځوس زره عسکریی راوستلي وو، دوه ټریلنه ډالریی پسی مصرف کړ، له دیرشو زرو څخه زیات عسکریی ووژل شول، لس کاله یی جنګ وکړ چي تراوسه پوري لاهم روان دي، نوموړي دخپلو خبرو به اخیر کي وویل ؛ هلته په څه کوی که صبا بل بن لادن راپیداشو.

بخت الرحمن بخت……………….. نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د