ورزش

هند کرکټ بورډ پاکستان کې د اسیا جام ترسره کېدو مخالفت وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د هندوستان کرکټ بورډ (BCCI) مشر سارو ګنګولي د اسیا د کرکټ شورا غونډې څخه وړاندې څرګنده کړه چې په پاکستان کې د اسیا جام ترسره کېدلو مخالفت کوي.

سارو ګنګولي رسنیو ته وویل چې د ۲۰۲۰م کال اسیا جام سیالۍ به د پاکستان په کوربه توب په پاکستان کې نه بلکې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړه، «د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالۍ ترسره کېدل هغه مهال ممکن دي کله چې د اسیا جام په دوبۍ کې ترسره شي».

باید وویل شي چې د ۲۰۲۰م کال په ستمبر میاشت کې د اسیایي جام سیالۍ ترسره کیږي، ددې کوربه توب حقوق پاکستان کرکټ بورډ ته ورکړل شوي خو هند لوبډله د سیاسي کړکیچ له کبله ددغه هېواد څخه انکار کوي.

له دې وړاندې هم د هند کرېکټ بورډ څرګنده کړې وه، که دغه سیالۍ پاکستان کې ترسره کیږي هند به یې برخه نه وي، «البته که د پاکستان پرځای عربي امارات وټاکل شي دوی به په کې ګډون کوي».

له بلې خوا په دې اړه د اسیا کرکټ شورا (ACC) غونډه د مارچ میاشتې په ۳مه نېټه په دوبۍ کې ترسره کیږي، په دې غونډه کې به ددغو سیالیو کوربه توب په اړه پریکړه کیږي.

پاکستان کرکټ بورډ یوازې د هند کرکټ بورډ لخوا نه، بلکې د بنګلدیش لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي هم نه غواړي دغه هېواد ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې په اسیا جام سیالیو کې به د پاکستان، افغانستان، هندوستان، بنګلدیش، سریلانکا او دوه ایمرجینګ لوبډلې ګډون کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close