شعـــــرونه

د استقلال څادر

عرفان الله عرفاني

وشلېدۀ ټولېږي د اشغال څادر
اغوندي هېواد داستقلال څادر

پېغلو، ملاليو خامک کړئ دی
نلري جوړه دا نړۍ وال څادر

تاو کړلو زلميو له سرو ځينې
ډک دی له دهشته د قتال څادر

توره د تيارو شړۍ به ټوله کړي
وبه غوړوي سپين د هلال څادر

کړي آذان د فتحې پر منبر باندې
ګران طالب اغوستی د بلال څادر

تا چې پر اوږو را اچولی دی
ښکاري د ايوب او د ابدال څادر

نشي پټېدی پکې د وخت شيطان
پېژني هر څوک د خر دجال څادر

تښتي ځان يې منډې ته جوړ کړی دی
غرب لاس کې نيولی د زوال څادر

راشه (عرفاني) ته يې لږ وګوره
تاته مې راوړئ کليوال څادر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

بیشکه چی دابدالی او میرویس زامنو د خپلو وینو په قیمت دا څادر دنړیوالو اشغالګرو څخه دجنګ په میدان کی وګاټه او نن دداخلی غلام سیکولر تغر په ټولیدو دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x