ټکنالوژي

ګوګل، فیسبوک او ټویټر پاکستان کې د خپلو خدمتونو بندولو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): تیره میاشت پاکستان کې د ګوګل، فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او داسې نورو ټولنیزو رسنیو په اړه د نوې پالیسۍ له مخې ویل شوي وو چې دغه شرکتونه به تر ټاکلې مودې پاکستان کې خپل د معلوماتو دفترونه پرانیزي.

د پاکستان د ټکنالوژي او مخابراتو وزارت د ټولنیزو رسینو لپاره نوي اصول غوره کړي وو، چې له مخې به یې يوټیوب، فیسبوک، ټویټر، ټيک ټاک او د ډیلي موشن سربېره ځینې نور شرکتونو د یوه کال په موده کې پاکستان کې راجستر کیږي.

خو اوس په دې اړه د اسیا انترنیت ایتلاف ډلې (AIC) د پاکستان ټولنیزو رسنیو د نوي قانون پلي کول ستونزمن بللي او په دې اړه یې پاکستان کې د یادو شرکتونو خدمتونو بندولو خبرداری ورکړی دی.

یادې ډلې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په یوه استول شوي خط کې ویلي چې له دغې قانون څخه به د عامو کاروونکو سربېره سوداګرو هم اغیزمن شي، دغه راز به د فیسبوک او ټویټر خدمتونو بندولو سره د پاکستان ۷۰ ملیونه کاروونکي اغیزمن شي.

د پاکستان لومړي وزیر د ټکنالوژي او مخابراتو وزارت ته لارښوونه کړې چې د اسیا انترنیت ایتلاف ډلې د خبرداري سره سم دې په خپلو اصولو او نوي قانون غور وکړل شي، او د اوسمهال لپاره دې د یادو قوانینو پلي کول ودروي.

له دې وړاندې پاکستان ټولو شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې د یو کال په موده کې دې پاکستان کې خپل د معلوماتو لپاره دفتر پرانیزي، «که پر نوي قانون عمل ونه کړي دوی به ۵۰ ملیونه پاکستاني روپۍ جریمه شي».

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close