نظــر

د اسد له ۱۷ مې د حوت تر ۱۰ مې

قاري عبدالستار سعید

پوره یوه پیړۍ وړاندې د نړۍ اکثر هیوادونه کټ مټ د اوس په شان د محکومیت په تل کې پراته وو. د استعمار دور چې له اتلسمې پیړۍ را پيل شوی و، اوج ته رسیدلی و. د اسیا، افریقا، جنوبي امریکا او اقیانوسیې زیاتره هیوادونه د اورپایي استعمارګرو تر اشغال لاندې و. په خاص ډول د اسلامي نړۍ حالت تر ټولو ځوروونکی و. د شلمې پيړۍ په دوهمه لسیزه کې د عثماني خلافت له نړیدو سره مسلمانانو د خپلواک هیواد په نوم کومه سیمه نه درلوده، ټول مؤمن ولسونه او اسلامي خاورې د نړیوالو استعمارګرو لخوا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اشغال شوې وې.

د استعمار، استثمار، مغلوبیت او محکومیت په دې تور تم کې دافغانستان مؤمن ولس یو ځل بیا خپل اسثنائي خاصیت اثبات کړ. سره له دې چې افغانستان په ښکاره ډول اشغال نه و، یوازې بهرنی سیاست یې د ګندمک د معاهدې له مخې د انګریزانو تر ګورت لاندې و. خو زموږ ولس دغه نسبي اشغال هم قبول نه کړ. په۱۲۹۸لمریز کال کې یې د یوه سرتاسري جهادي قیام په آغاز سره انګریزان دې ته مجبور کړل چې د اشغال د غځولو په ځای د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپيژني. چې په دې لړ کې د افغانستان د استازو او انګریز چارواکو تر منځ د راولپنډي مذاکرات پیل شول او د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد د میاشتې په ۱۷ مه د افغانستان او برتانوي امپراطورۍ تر منځ یوه تاریخي موافقت نامه امضاء شوه. دا موافقه چې دافغانستان لخوا د اماني دولت د کورنیو چارو وزیر علي احمد خان او د انګریزانو لخوا د برتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر هلمتون ګرانت ورباندې لاسلیک کړی و، د افغانستان د استقلال د بیرته راګرځولو لومړنی مهم سند ګڼل کیږي. دا چې د تاریخي موافقت نامه د امضاء له نیټې یوولس ورځې وروسته د اسد په ۲۸ مه د افغان پاچا امان الله خان لخوا هم توشیح او تائید شوه. نو ځکه اوس افغان ولس د اسد د میاشتې ۲۸ مه د خپلواکۍ د ګټلو د ورځې په حیث لمانځي او د خپل تاریخ یو ویاړمن باب یې ګڼي.

دا دی له هماغو ویاړمن شیبو پوره سل کاله وروسته زموږ مؤمن ملت یو ځل بیا د همداسې باافتخاره شیبو شاهد دی. د ۱۳۹۸ لمریز کال د حوت په لسمه نیټه به د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د افغان ولس په نمایندګۍ د اسلامي امارت د دیپلوماتانو او امریکایي چارواکو تر منځ یو داسې تړون له لاسلیک شي چې له مخې به یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل پیل او زموږ هیواد به له اتلس کلن اشغال وروسته یو ځل بیا د بشپړ استقلال خاوند شي.

د اسد د ۱۷ مې او د حوت د لسمې تړونونه که څه هم تر خپل منځ د یوې پیړۍ په اندازه زماني واټن لري اما د محتوی او څرنګوالي په لحاظ تر خپل منځ ګڼ شمیر مشابهتونه لري. هغه داچې اوس هم د نړۍ ډیری ملتونه په خاص ډول اسلامي هیوادونه د یوې پیړۍ پخوا غوندې د محکومیت ژوند تیروي. د استقلال، خپلواکۍ او خود ارادیت په شان با ارزښته مفاهیم د مادي ګټو، ګلوبلایزیشن او نوي نړیوال نظم غوندې د استعماري تبلیغاتو په توپان کې ترې تم دي. حتی نوي انساني نسل د هغو په قفس کې بندو مرغانو خاصیت خپل کړی چې آزاد الوت او حریت ورته یو ډول ناروغي ښکاري.

د غلامۍ او محکومیت وبا دومره خپره شوې چې حتی په افغانستان کې دننه هغه خلک چې اتلس کاله یې خپل وجدانونه له اشغالګرو سره ګرو کړي وو او هغوی ته یې د ځنځیري اجیرانو په حیث چوپړ واهه اوس له خپلو اسلامي او افغاني افتخاراتو دومره بیګانه شوي چې د حوت د لسمې په اړه بشپړ بې تفاوته دي او د استقلال ګټلو د موضوع په اهمیت یې سر نه خلاصیږي.

خیر، د اشغالګرو ګوډاګیان او د غلامۍ انفلونزا نیولي به په قفس کې د بندو مرغانو په شان معذور وګڼو. اما باید په یاد ولرو چې د حوت د میاشتې د لسمې تړون په تاریخي لحاظ کټ مټ همدومره وزن لري لکه له انګریزانو د استقلال د خپلولو قرارداد.

شاید یوازې د زمان او مکان توپیر وي. نور حالت او شرایط کټ مټ سره ورته دي. حتی اوسنی تړون ځکه مهم دی چې زموږ ولس له یوه ښکاره او بالفعل پوځي اشغال څخه د خلاصون وثیقه ترلاسه کوي او د لسګونو هیوادونو د ظالمانه ښکیلاک ځنځیر له غاړې غورځوي.

بله دا چې که هغه وخت زموږ هیواد یوازې د انګلستان لخوا په نامرئي ډول اشغال و. دا ځل ټول د ناټو پوځي پیمان زموږ په هیواد هجوم راوړی. زموږ مؤمن ملت یو نه بلکې څو ابر قدرتونه په یو ځل مات کړي. زموږ ملت لکه په شلمې پیړۍ کې یې چې د شوروي په ځپلو سره د سړې جګړې مرحله پای ته رسولې وه، دا ځل یې بیا د نړیوال نظم په تغیر کې اساسي نقش لوبولی او د تاریخ د پای مفکوره یې باطله کړې ده.

نو زموږ په مؤمن او خدایپال ملت لازمه ده چې لومړی دغه بریا د یوې سترې الهي لورېینې په حیث وپيژنې او بیا یې شکر اداء کړي. دا ویاړونه زموږ ولس ته چا په خیرات کې نه دي ورکړي، بلکې د خپلو وینو په قیمت یې ګټلې دي. زموږ هیواد او ولس به شاید په مادي او عمراني لحاظ وروسته پاتې وي. مګر په معنوي او اخلاقي لحاظ زموږ ولس د نړۍ تر ټولو پرمختللی ولس دی. چې د معنوي اقدارو او افتخاراتو مینارونه یې خورا دنګ دي.

هغوی چې له دې کفر ځپونکي ملت سره ژوره دښمني لري، زموږ په ملت یې دغه معنوي افتخارات هم نه دي پیرزو. نو ځکه د هیواد د تاریخ په دې حساسو شیبو کې زهر افګني کوي. د حوت د لسمې تړون بې ارزښته معرفي کوي او غواړي د افغان مجاهد ولس دغه ستر افتخار کم رنګه کړي. خو د جهاد، استقلال، حریت او شرافت د لارې واقعي لارویان باید چا ته اجازه ورنکړي چې د غلامۍ له موقفه د خپلواک ولس تاریخي افتخارات خدشه دار کړي. بلکې دغه افتخار لکه څنګه چې ښایي په هماغسې احساساتو او هیجان باید بدرګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x