
شعـــــرونه
د شرافت ویاړ دوه شعرونه
شرافت وياړ
د حوت لسمه د اشغال خاتمه!
ستا د غرور او لوی جنجال خاتمه!
تا راته ډېر د ساده فکر وکړ!
وموکړه ډېره په کمال خاتمه!
ستا غلامي ته چې یې غېږ خلاصه کړه!
هغوئ بللې وه محال خاتمه!
چې مو قدم بیا په درشل کېنږدي!
کړه یې اخیره د دې کال خاتمه!
ستا ډیموکرات فکر غوښتله رانه!
زموږ د حیاء او زموږ د شال خاتمه!
نور به بل چاته لاس نیوی نه کوو!
ویاړه راغلې ده د سوال خاتمه!
……………..
فتحه دې وروړې له سنګره ده!
اوس خو دې خبـره معتبره ده!
خدای ته امیدونه د بري لــــرو!
سوله مو راوستې تر دفتره ده!
ستا په وړاندې زموږ ماشومان داسې ؤ!
لاس کې یې د هر یوه ډبره ده!
ورشه په میروایس ملالې غږ وکړه!
ورشه هغه اوس هم ناخبره ده!
دلته هر زلمی ویاړه له ننګه ډک!
دلته هره پېغله شملوره ده!