نړۍ

د سولې تړون؛ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو قطر ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له طالبانو سره د سولې تړون لاسليکولو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې، چې څو ساعته وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د سولې تړون دې مراسمو کې د ګډون لپاره د مايک پومپيو سربېره لسګونه امريکايي چارواکي، د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او د شاوخوا دېرشو هېوادونو استازي دوحې ته رسېدلي دي.

د طالبانو له لوري دا تړون د قطر دفتر مشر او د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر لاسليکوي.

د قطر امیر شيخ تميم بن حمد، د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالرحمن او يو شمېر نور چارواکي به هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د تشريفاتو مسؤول ښاغلي عبدالأحد جهانګير وال له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د سولې تړون په دې مراسمو کې به د مرکچي پلاوي سربېره د دفتر پنځوس غړي او لسګونه عام افغانان هم ګډون وکړي.

په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک په موخه جوړېدونکې غونډې ته هيلې زياتې دي، ډېری افغانان دا يوه تاريخي ورځ بولي او هيله‌من دي، چې دې سره به د افغانستان روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x