افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب له وړاندیز سره کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د ناروې هیواد د  بهرنیو چارو وزیر «اودن هالورسن» کابل ته په سفر راغلی او دلته یې د ګډ حکومت له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» سره د سولې په تړاو خبرې کړې.

له اجرائيه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عبدالله د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر مننه کړې، چې په مهمه ورځ افغانستان ته راغلی او هیواد یې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کړې.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې «اودن هالورسن» له افغان سولې پروسې د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ ورکړی او ادعا یې کړې، چې هیواد یې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته تیار دی.

هالورسن ددې ترڅنګ د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې روان حالات په تدبیر سره مدیریت کړي او له د سولې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.

یاده دې وي، چې ناروې داسې مهال د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو کوربتوب ته د تیاري خبر ورکوي، چې نن ورځ په دوحه کې د طالب او امریکایي تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک کېږي او داسې تمې شته، چې ښايي په تعقیب یې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.

ارګ لا هم نه دی توانېدلی په دې برخه کې سیاسیون او اجرائیه ریاست له ځان سره همغږی کړي او د مذاکراتو لپاره یو ټولمنلی ټیم تشکیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x