شعـــــرونه

نړۍ پرېوتله؛ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

د رب په مرسته شوه نسکوره نړۍ پرېوتله
دغـه مغـروره او سـر زوره نړۍ پرېوتله

افغانستان ورته الله رودِ نیل وګرځاوۀ
د فرعونیانو مور خونخوره نړۍ پرېوتله

د سپین بیرغ د سپین کاروان د سپینو هیلو ښکار شوه
دغـه بدرنګه دغه توره نړۍ پرېوتله

سپینه طالبه ستا د دې سپینې پګړۍ سیوري ته
ستا له هئیبته دا سرتوره نړۍ پرېوتله

دا چې په مونږ یې خوب خندا او ژوندون نه لورېدۀ
لـه هـغـه شر ، له هغه شوره نړۍ پرېوتله

د هر شهید یتیم بچی په مینه مینه ښکل کړه
تـبریکي ورکړه ورته ګوره نړۍ پرېوتله

اوس دا پرېوتی ملت ټول له تانه هیله لري
لاس ورکوه طالبه وروره نړۍ پرېوتله

غـازي ولـس ورته مفتونـه دماغ ولـړزول
په ټیټو سترګو ځي مختوره نړۍ پرېوتله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x