روغتیانړۍ

قطر کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د قطر په پلازمینه دوحه کې نن د شنبې په ورځ د فروري میاشتې په ۲۹مه نېټه د طالبانو او امریکا ترمنځ له دوه لسیزو جګړې وروسته د سولي تړون لاسلیک کیږي.

په داسې حال کې د قطر روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

په منځني ختیځ او عربي هېوادونو کې کرونا ویروس هغه مهال پراختیا ومونده کله چې د ایران په قم ښار کې لومړۍ پېښه ثبت شوه.

د قطر روغتیا وزارت ویلي، «په قطر کې د کرونا ویروس پېښه په یوه ۳۶ کلن کس کې ثبت شوه کوم چې په تیره نږدې کې له ایران څخه راغلی دی».

د تیرې چهارشنبې په ورځ د قطر امیر الشیخ تمیم بن احمد د هغو قطري او کویتي اتباعو د ویستلو امر کړی و کوم چې په ایران کې موجود دي.

د قطر رسمي خبري اژانس په وینا، شیخ تمیم یاده پریکړه په ایران کې د کرونا ویروس خپریدو له امله کړې ده.

کرونا ویروس په ایران کې تر دې مهاله ۴۳ کسان وژلي، دغه ویروس د افغانستان او پاکستان په ګډون نږدې ۵۰ هېوادونو کې خپور شوی، تر دې دمه یې ۲۸۵۹ کسان وژلي او نږدې ۸۱زره کسان پرې اخته شوي دي.

په چین کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ورځ تر بلې ټيټیږي، خو د اندیښنې وړ داده چې دغه ویروس د نړۍ په شاوخوا کې پراختیا ومونده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ویره شته چې کرونا ویروس په نړیوالې وبا بدل شي.

سویلي کوریا له چین وروسته دویم هېواد دی چې ډير (۳۱۵۰) اخته کسان لري، دغه راز ایران کې نږدې ۶۰۰ کسان او ایټالیا کې ۸۸۸ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.

باید وویل شي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې نن د شنبې په ورځ د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د ۳۰ هېوادونو وزیرانو او سفیرانو په ګډون د سولې لیک لاسلیک کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

احتیاط کوی چی ملا برادر وننیسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x