نن ټکی اسیا

عام افغانان د سولې تړون ته څومره هيله من دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې، چې څو ساعته وروسته د قطر پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک او د روانې جګړې د پای ته رسولو لړۍ به پيل شي.

ډېری افغانان د سولې دې تړون ته هيله من دي او فکر کوي، چې دې سره به په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات راشي.

پلازمېنې کابل کې يوه افغان پوليس، چې د خپل نوم له يادولو يې ډډه کوله، وويل، په ۲۰۰۱ کال کې دی د اوو کالو و، چې امريکا او متحدينو يې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت يې نسکور کړ.

دغه پوليس وايي، تېر اتلس کاله يې په جګړو کې تېر کړل، خو دی او د ده ملګري سوله او کراري غواړي، خو زياتوي، چې «زموږ سياسي چارواکي د واک او څوکۍ وږي دي او د سولې له راتلو په وېره کې دي.»

دی وايي، طالبان هم د دې خاورې بچيان او افغانان دي او بايد په سولې او کرارۍ کې وخت تېر کړي.

د اتلس کالو جګړې له امله نږدې ۵۵ سلنه خلک د بې وزلۍ ژوند تېروي، د افغانستان اقتصاد ويجاړ دی، په داسې حال کې، چې امريکا او متحدينو يې د افغانستان په بيا رغونې ميلياردونه ډالر لګولي او د ۲۰۱۲ کال په پرتله په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۳۴ سلنه زياته شوې.

د قدرت الله په نوم د کابل ښار يوه اوسېدونکي ويلي، هره ورځ زرګونه ځوانان واټونو او څلور لارو ته د مزدورۍ په هيله راوځي، خو ډېری يې بېرته نهيلي او په وږي نس خپلو کورونو ته ستنيږي.

د قدرت الله په وينا د دومره ستونزو او بې وزلۍ سربېره هم د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د سولې تړون ته خوشبينه دي، خو چارواکي لا هم د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او وېريږي، چې د سولې په راتلو به يې واک او ځواک له لاسه ووځي.

د بي بي سي همکار اسلام اباد مېشتی خبريال طاهر خان هم کابل ته راغلی او د کابل ښاريانو له قوله يې په يوه ويډيو کې ويلي، چې عام ښاريان ډېر هيله من دي.

د طاهر خان په وينا پخوا به، چې داسې د بدلون حالات راتلونکي وو، نو خلک به وارخطا وو، خو اوس خوشبينه دي او وايي، د قطر تړون سره به روانه جګړه پای ته ورسيږي.

د کندوز په مرکزي ښار کې هم يوه پوليس ويلي، کله، چې طالبانو د څو ساعتونو لپاره د کندوز ښار ونيوه، دوه ځله يې د ښار په مرکزي څلور لارې کې خپل سپين بیرغ نصب کړ، د طالبانو بيرغ ته څېرمه يو پوليس ووژل شو او انځور يې اوس هم هلته ځوړند دی.

خو دې څلور لارې ته څېرمه اوس له سلو زياتو ځوانانو د سولې په ملاتړ ناسته پيل کړې ده.

د دغې ناستې يوه ګډونوال زاهد رسنيو ته ويلي، دوی ډېر خوښ دي، چې افغانستان ته سوله راتلونکې او د جګړې ټغر د تل لپاره ټولېدونکی دی.

د کابل جلال اباد پر لويه لاره دندې اجرا کوونکي يوه پولیس هم ويلي، د اورکم اونۍ پر مهال د لويو لارو سربېره په ټول هېواد کې امنيت و او هيله يې ښکاره کړې، چې دغه اورکم د تلپاتې سولې او کرارۍ لامل شي.