افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

د لسګونو نړيوالو چارواکو په شتون کې امريکا او طالبانو د سولې تاريخي تړون لاسليک کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): امريکا او طالبانو د لسګونو نړيوالو چارواکو په شتون کې د قطر پلازمېنې دوحه کې د سولې تاريخي تړون لاسليک کړ.

د سولې تړون دواړو غاړو هيله ښکاره کړه، چې دا تړون به د روانې اوږدمهالې جګړې د پای ته رسولو لامل شي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن د سولې تړون مراسمو ته د وينا پر مهال وويل، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړنی ګام دی او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې د ټولو خنډونو پر وړاندې يو موټی شي.

شيخ عبدالرحمن زياته کړه، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم دغې غونډې ته وويل، چې متحده ايالات او طالبان کلونه کلونه په جګړو او د بې باورۍ فضا کې تېر کړل او ټينګار يې وکړ، چې طالبان په افغانستان کې د امنيت راوستو توان لري.

د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپله وينا کې وويل: «زه ټولو ته د دې تړون د بريا مبارکی وايم او موږ به دې تړون ته ژمن پاتې کيږو.»

ښاغلي برادر زياته کړه، چې افغان ولس له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د جګړې له اوره کړيږي او هيله ده، چې د سولې له تړون سره به ټول هېواد کې کراري راشي.

ملا برادر وويل، چې طالبان د سياسي عمل يوې نوې مرحلې ته داخليږي، له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو نوی باب پرانيزي او د سولې تړون ټولو بندونو ته ژمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد زرغون شآه آغا

ټولو افغانانو ته مبارکى وايو

Aqa

ددې موافقى محتويات ولى شکاره نشول ، او ولى نړيوالو او اسلامى سازمان يا نورو دشاهدانو په حيث او ګرانتورانو په حيث ددې موافقبى لاندى امضاء نکړل ؟

Adam Khan

Khalilzad looks very stressed. What is wrong honey?

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x