افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

پومپيو: موږ بايد د امپراتوريو په هديره کې نور ونه جنګيږو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د متحده ايالتونو او طالبانو ترمنځ له شوي تړون وروسته خبري کنفرانس ته وويل، موږ بايد يوه نسل لپاره د سولې له فرصته استفاده وکړو او نور باید د امپراتوريو په هديره کې ونه جنګيږو.

مايک پومپيو تر دې وړاندې د سولې تړون مراسمو ته په وينا کې هم وويل، چې امريکا او طالبانو لسيزې د جګړو او بې باورۍ په فضا کې تېرې کړې او اوس دواړه لوري د سولې تړون ته رسيدلي دي.

مايک پومپيو زياته کړه، چې طالبان په افغانستان کې د امنيت راوستلو توان لري او په ظاهره يې اشاره د طالبانو له لوري د يوې اونۍ اورکم ته وه، چې په تېرو اوو ورځو کې له ټول هېواده د کومې سترې امنيتي پېښې خبر نه دی ترلاسه شوی.

نن اتمه ورځ هم په ټول هېواد کې امنيت او کراري وه او کېدای شي دا اور کم په تلپاتې اوربند بدل شي.

د امريکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې به امريکايي پوځيان په څوارلسو مياشتو کې له افغانستانه ووځي.

ټاکل شوې، چې په لنډو ورځو کې بین الافغاني خبرې پيل شي، خو تر دې وړاندې به د باور فضا رامنځته کولو په موخه به پنځه زره طالب بنديان له حکومتي زندانونو او د طالبانو له زندانونو زر حکومتي عسکر خوشې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

za khoshal kafan pa ghara ba rajeg sham
ka khabar shom chi Afghan da cha gulam sho

Yaro

Salam

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x