افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزي، حکمتیار او عمران خان د طالبانو او امریکا له تړون هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د پخواني ولسمشر «حامد کرزي»، د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» او د حزب اسلامي د مشر «ګلبدین حکمتیار» په ګډون ګڼو کسانو د طالبانو او امریکا تر منځ له لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی.

د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي لاسلیک شوی تړون د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې سترګام بللی او تر څنګ یې  ټینګار کړی، چې د سولې هر ډول هڅې باید د افغانانو په لاس ترسره شي.

د کرزي په قول، د سولې هڅې باید هیواد ته ثبات راوړي او افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ میدان ونه ګرځوي.

د نوموړي تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» هم د شوي تړون له لاسلیک هرکلی کړی او هیله یې کړې، چې په دې سره به د لسیزو جنګ پای ته ورسېږي او افغانستان به د ثبات څښتن شي.

عمران خان ددې ترڅنګ ټینګار کړی، چې د جګړې ښکېل لوري بیا د هغو عناصرو مخه ډب کړي، چې سولې ته خنډونه جوړ کړي.

بل لور ته د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» بیا د سولې د توافقنامې د هرکلي تر څنګ په دواړو لورو غږ کړی، څو کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون نن د قطرپه پلازمېنه «دوحه» کې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

د شوي تړون له مخې، به ټول بهرني عسکر د څوارلس میاشتو دننه له افغانستان څخه وځي او د لسو ورځو دننه به د پنځه زره طالب او ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د خلاصون تر څنګ بین الافغاني مذاکرات هم پیل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

پر هغه تړون چی پنجابیان خوشحاله کیږی خپله قضاوت وکړی. کرزی خو له پخوانه طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوو او حکمتیار خو د شمشتو پاچا وو تر پرونه باید چی د تړون څخه خوښ ووسي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x