لیکنېنظــر

د طالبانو نوولس کلنې مبارزې غټو ټکوته لنډه کتنه

صابر جان

په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو حکومت سقوط وکړ، دا هغه وخت و چې د امریکا له ډاره مسکو او بیجینګ هم لړزېدل.

په ټوله نړۍ کې د امریکا خوښه چلیدل دا خبره بیخي د عقل څخه لیري وه چې طالب به بیامقاومت شروع کړي، زمایاد دي چې یوه ورځ کرزي ویل نور طالبان ختم شول، په ټول افغانستان کې د ګوتو په شمیر کسان پاتي دي چې هغه به هم یا ووژل شي او یابه هم بندیان شي.

یوکال مسلسل د طالب مقاومت تقریباً صفرته راټیټ شو، یوکال وروسته حافظ عبدالرحیم په بولدک ولسوالۍ کښې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې څو تنه ملګري هم ورسره قرباني شول.

له دي عملیاتو وروسته چې زیات د خبرونو سرټکي وګرځیدل هغه  د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ  کې د طالبانو عملیات وه چې د ژمي په موسم او واورینه ساحه کې وشول غالباً هغه عملیاتو دوه ورځې وخت ونیوی خو هنګامه یې پوره هفته په ولسونو کې خپره وه.

تردی علمیاتو مخکې ملادادالله اخند له بي بي سي سره هغه مرکه هم خلګو ته طالبان بیاورپه یاد کړل چې ویل دره نور کې یم د افغان حکومت عسکربندیان راسره دي.

د طالبانو عملیات د۲۰۰۳کال څخه تقریبامسلسل جاري شول چې زیات خبرونه دکندهار د شاولیکوټ ولسوالی او بیاپه ترتیب د پنجوایي او ژیړۍ ولسوالۍ او د زابل د ځینو ولسوالیو څخه راتلل.

د ۲۰۰۴په لومړیو کې ملا دادالله اخند یوه ویډیو میډیا ته وسپارل چې شهید ملا دادالله اخند د هلمند ولایت په بهرامچي ولسوالۍ کې په لنډکروزر موټرو کې ګرځید.

وروسته د همدي ویډیو پسي یوه بله ویډیو پرلیکه کړل چې د اروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالی کښې څو جاسوسان حلال کړي وو.

د طالبانو ترټولو سخت او خونړی برید په ۲۰۰۴ کال کې د هلمند د بهرامچې په ولسوالۍ کې و چې دهغه وخت د حکومت د امیر امنیت امان الله په ګډون یې دیرش عسکر ووژل.

په ۲۰۰۵میلادي کال کې د طالبانو یو نوی ابتکار چې اشغالګر یې هم وارخطاکړل هغه سرتیري حملي وي چې په کندهارکې دیو ترکي مجاهد له خوا وشول او د کاناډایانو یو غټ ډیپلوماټ یې هم وواژه.

په دي وخت کښې هلمند کندهار زابل اروزګان د طالبانو د خرپ او ترپ حملو شاهدان وه.

او هم مهاله په پکتیا کې د شهید ملا سیف الرحمان منصور ملګرو حملې کولې خو هغه څه چې اشغالګر یې فکرکولو ته اړ ویستل هغه په پکتیکاکې د شهید فاتح ملاسنګین او شهیدملاعبدالمنان اخنددملګرو کمینونه وه.

په ۲۰۰۶میلادي کال کښې طالبانویوسخته ضربه ولیده چې هغه په هلمندکښې دطالبانوپرنفوذه سیاسي اونظامي شخصیت شهیدمولوي اخترمحمدعثماني شهادت و.

د۲۰۰۷میلادي کال په اولوشپوکې په هلمندکښې دشهیدحاجې میرویس مبارک ملګرویوایټالوي خبریال دماستروجیکامو په نوم ونیوی وروسته یې دهلمندپه ګرمسیرولسوالی کښې پرپنځوطالب مشرانوتبادله کړی چې په هغه کښې استاد یاسر دشهیدملادادالله اخند ورور منصوردادالله اومولوي عبدالغفار صاحب شامل وه.

د ۲۰۰۷میلادي کال د می دیارلسمه دطالبانولپاره خورابده ورځ وه هغه ورځ چې خلګوفکرکاوه چې نورطالبان ختم شول په دې ورڅ شهیدملادادالله اخنددشهادت جام نوش کړی هغه داستقامت غرپه دي ورځ راونړیدی.

د۲۰۰۷میلادی کال پای و زمایاد دي دمولوی یعقوب په نوم یوتاجک مجاهد سهار دمزاری په طرف په داسې حال کې وخوځیده چې په لاسي بکس کې ورسره څوریموټونه وه اوپه نیمه پښتویې وویل کې زه خدای ساتم.

په ۲۰۰۷میلادي کال کښې دطالبانو لومړی درجه مشر ملاعبیدالله اخند دپاکستان دحکومت له خوا ونیول شو

که په لنډډول ووایم ۲۰۰۷میلادی کال دطالبانودمشرانولپاره خوراسخت کال و.

په ۲۰۰۸میلادي کال کښې طالبانودکندهار زندان مات کړی اوسلګونه طالبان یې تري ازادکړل.

په ۲۰۰۸میلادي کال کښې په کندهارکې کاناډایانودپنجوایې اوژیړی ولسوالی له طالبانوتصفیه کړل اوزیات طالبان یې هم شهیدان کړل.

په ۲۰۰۸میلادي کال کښې طالبانودجنوبي کوریا ۲۳نارینه اوښځینه عیسوي دعوت کونکې په غزني کښې ونیول.

اودهمدي کال په اخروکښې برتانویانودهلمندولایت موسی قلعه ولسوالی هم دطالبانوونیول.

۲۰۰۸/۲۰۰۹/هلمندطالبانودمقاومت کلک سنګر و چې لوی کمربندونه یې دهزارجفت اومارجې کمربندونه وه.

په ۲۰۰۹میلادي کال کښې چې کله ابامادامریکارئس جمهورشو دعسکرو شمیریې په افغانستان کې یونیم لک ته ورساوه که څه هم طالبانوپه هلمندکې دهزارجفت اومارجې کمربندونه اوپه ټول هیوادکې زیاتي ساحي دلاسه ورکړلي مګرچریکي حملی یې زیاتي کړلي او۲۰۱۰کال دامریکایانودمرګ کال و چې ترټولوزیات امریکایان په همدي کال کښې ووژل شول

په ۲۰۱۰میلادي کال کښې دپاکستان حکومت دطالبانو لومړی درجه مشر ملاعبدالغني برادر ونیوی اوبندی یې کړی

په ۲۰۱۱میلادي کال کښې طالبانودکندهار دزندان څخه لسګونه بندیان دتونل په واسطه ازادکړل

په ۲۰۱۲کال میلادي کښې امریکایانواعلان وکړی چې په ۲۰۱۴میلادی کال کښې دافغانستان څخه وځې

په ۲۰۱۲میلادي کال دطالبانولومړی درجه مشر ملاعبیدالله اخند دپاکستان په زندان کې شهید شو

په ۲۰۱۳میلادي کال کښې طالبانوپه رسمي ډول په قطر کې خپل دفترپرانیست خودحامدکرزی دمخالفت لامله نیمه خلاص پاتي شو

په همدی کلونوکښې سخت مقاومتونه دهیواد په لر اوبرکښې شروع وه

په ۲۰۱۴میلادی کال کښې خارجیان له ډیرو ساحوووتل

اوپه همدي کال دحامدکرزی حکومت هم پای ته ورسیده اواشرف غني دکابل اداري واک په غاړه واخیستی

په ۲۰۱۴میلادي کال کښې طالبانوخپل پنځه لوړپوړي مشران دامریکایې عسکرسره تبادله کړل

په ۲۰۱۵میلادي کال کښې دطالبانودمؤسیس دوفات خبر هم نشر شو اوپرځای شهیدمنصورصاحب وټاکل شو

په ۲۰۱۵میلادي کال کښې طالبانودبرتانویانواوامریکایانوترټولوستردقربانی ځای موسی قلعه فتحه کړل اوپه همدي کال کښې طالبانودکندز ولایت هم فتحه کړی ترهغه وروسته اروزګان ولایت هم محاصره کړی

په ۲۰۱۶میلادي کال کښې ملااخترمحمدمنصورهم دشهادت جام نوش کړی اوپرځای یې شیخ مولوی هبةالله صاحب وټاکل شو

په ۲۰۱۶میلادي کال کښې طالبانودوهم ځل کندز ونیوی اوهلمند یې هم محاصره کړی اودفراه ولایت مرکز یې هم نیم ونیوی

په ۲۰۱۷میلادي کال کښې ټرمپ خپله جنګې ستراتیژي اعلان کړل دری زره نور امریکایې عسکر یې افغانستان ته راولیږل اوبي رحمه بمباریوته یې شروع وکړل

په ۲۰۱۸میلادي کال کښې دطالبانولوړ پوړی مشرملاعبدالغني برادر دپاکستان له زندانه خوشي شو

په ۲۰۱۸میلادي کال کښې ټرمپ دطالبانوسره دمذاکراتوټیم وټاکه چې بالاخره ترلس پړاوه خبرو وروسته نن د۲۰۲۰میلادي دفبروري دمیاشتي په ۲۹ دطالبانوسره داشغال دخاتمي تړون لاسلیک کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x