ورزش

پریمیئر لیګ: لیورپول د روان پړاو سیالیو لومړۍ ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل):  د انګلستان په فوټبال لیګ سیالیو کې تکړه لوبډلې لیورپول د ۲۰۱۹-۲۰۲۰م کال پړاو سیالیو لومړۍ ماتې ومنله.

د لیورپول لوبډلې نن د واټفورډ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ درلوده چې په درې-صفر یې ماتې وخوړه.

دا د لیورپول لوبډلې لپاره په یاد پړاو کې لومړۍ ماتې وه، تر دې دمه یې په ۲۸ سیالیو کې ۲۶ بریاوې خپلې کړي، یوه مساوي شوې او یوه ماتې یې خوړلې ده.

لیورپول په روان پړاو سیالیو کې د مانچسټر سیټي لوبډلې تیر هغه ریکارډ چې پرلپسې زیاتې بریاوې یې خپلې کړي، هم مساوي کړ.

مانچسټر سیټي لوبډلې په ۲۰۱۷-۲۰۱۸م کال پړاو سیالیو کې پرلپسې ۱۸ بریاوې خپلې کړې وې چې لیورپول په روان پړاو کې مساوي کړ.

د لیورپول او واټفورډ لوبډلو ترمنځ د ننۍ سیالۍ په لومړۍ نیمایي کې هیڅ لوبډله په ګول وهلو ونه توانېده، خو د دویمې نیمایي په ۵۴مه او ۶۰مه دقیقه کې اسماعیلا سار دوه ګولونه او تروي دییني په ۷۲مه دقیقه کې د واټفورډ لوبډلې په ګټه دریم ګول وواهه.

https://youtu.be/Af41O81sAIw

لیورپول لوبډله اوسمهال په ۲۸ لوبو کې د ۷۹ پواینټونو لرلو سره د جدول په لومړي سر کې ځای لري، او د سیال لوبډلې مانچسټر سیټي سره چې ۲۷ لوبې یې ترسره کړي تر دې مهاله د ۲۲ پواینټونو توپیر لري.

تیر کال د لیورپول لوبډلې سره له سختې سیالیو وروسته مانچسټر سیټي ۱۰۰ پواینټونه بشپړ کړي وو او د پریمیئر لیګ اتلولي یې خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x