روغتیانړۍ

کرونا ویروس: پاکستان کې د دوه نوې پېښو او امریکا کې د لومړي کس وژل کېدو تایید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په مرکزي ښار کراچي او پلازمینه اسلام اباد کې د کرونا ویروس دوه نوې پېښې ثبتې شوي چې په دې سره ټوله شمېره څلورو ته پورته شوه.

د پاکستان لومړي وزیر د روغتیا ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر مرزا د خبري کنفرانس پرمهال تایید کړه چې په کراچي او اسلام اباد کې د کرونا ویروس دوه نوې پېښې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، «په کراچي او اسلام اباد کې د دوه پېښو ثبتېدو وروسته ناروغان قرنطین شوي، دواړه ناروغان په تیره نږدې کې له ایران څخه پاکستان ته راغلي دي».

له دې وړاندې هم په کراچي او اسلام اباد کې دوه پېښې ثبتې شوې وې، خو د ډاکټر ظفر په وینا د یادو ناروغانو روغتیایې حالت مخ پر ښه کېدو دی او یو ناروغ به ډیر ژر له روغتون څخه رخصت شي.

له بلې خوا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه خبري کنفرانس پرمهال په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د لومړۍ مړینې خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه هېواد کې که څه هم ویروس تر کنترول لاندې دی خو د خپریدو ویره یې شته. په امریکا کې تر دې دمه پر دې ناروغۍ ۲۲ کسان اخته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس تر دې مهاله په نړۍ کې نږدې ۳زره کسان وژلي او له ۸۲زره زیات پرې اخته شوي، د مړو شوو کسانو شمېرې له مخې ۴۳ تنه په ایران کې  او له ۳۰ زیاتو په ایټالیا کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x