افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: تاریخ افغانان څاري، چې د سولې له اوسني فرصت څه ډول ګټه اخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانکړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، نننۍ ورځ ورته «هیلې ورکوونکې» وه؛ خو بیا هم په کار ده له تاریخ زده کړه وشي.

زلمي خلیلزاد، دغه څرګندونې نن له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته په خپل ټویټر باندې کړې، نوموړي لیکلي «  نن د هیلو ورځ ده، له کلونو جګړې او تشنج وروسته نن موږ له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه، هغه هوکړه چې د امریکا اهداف پوره کوي او افغانستان د سولې مسیر ته برابروي.»

نوموړي زیاته کړې « نن هغه ورځ ده، چې د تاریخ درسونه او د جګړې تیارې راپه زړه کړو، زه په ټولو افغانانو غږ کوم، چې له تېر تاریخ زده کړه وکړي او د سولې له اوسني فرصت څخه په ګټه اخستلو د خپلو بچیانو راتلونکې روښانه کړې.»

خلیلزاد ددې تر څنګ په ټولو افغانانو غږ کړی، چې تېرې غلطۍ تکرار نکړي او ټول په ګډه د یوې سرتاسري سولې لپاه سره یو ځای شي.

نوموړي د افغانستان په جګړه کې د نړیوالو لپاره هم درسونه شته بللي او په خبره یې، نړیوال باید افغانستان هېر نکړي او متحده ایالات به په دې برخه کې خپله برخه سرته ورسوي.

زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې تر لاسلیک څو ساعته وروسته کوي،  هغه هوکړه، چې له مخې یې ټول بهرني ځواکونه اړ دي، په څوارلس میاشتو کې دننه افغانستان پرېږدي او په لسو ورځو کې دننه پنځه زره طالب زندانیان خلاص شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x