افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ: د عسکرو د را ایستلو وخت دی، نږدې وخت کې د طالبانو له مشرانو سره وینم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په قطر کې امریکايي لوري د سلګونو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې له طالبانو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کړه، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» یې په تعقیب وایي، دی به په نږدې راتلونکې کې له طالب سیاسي مشرانو سره وویني.

ټرمپ، چې نن یې په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « موږ په افغانستان کې د ترورستانو په وژنه کې بریالي وو؛ خو اوس نور ددې وخت دی، چې خپل خلګ کور ته راولي، دا بیخي اوږد او د ټولو لپاره ستړی کوونکی سفر وو، پنځه زره امریکایي عسکر به له افغانستان څخه راووزي.»

نوموړي زیاته کړه « له ډېرې مودې راهیسې طالبانو هڅه کوله، له موږ سره موافقې ته ورسېږي، نو له دې امله چې ټول له جګړې ستړي وو او موافقه په ګټه وه موږ هم توافق وکړ.»

د ټرمپ په قول، په افغانستان کې یې زرګونه ترورستان وژلي؛ خو اوس دا د طالبانو او نورو نږدې هیوادونو دنده ده، چې دې کار ته دوام ورکړي.

نوموړي که څه هم ځای او وخت مشخص نکړ؛ خو ویې ویل، چې په نږدې راتلونکې کې له طالب مشرانو سره ویني.

د ټرمپ په خبره، دی په دې باوري، دی چې طالبان به یو څه وکړي او وخت به ضایع نکړي؛ خو « که څه بد پېښ شي،موږ به یو ځل بیا په داسې شدت برید وکړو، چې وړاندې تر دې به خلګ نه وي ورسره مخامخ شوي.»

یاده دې وي، چې ټرمپ داسې مهال له جګړې ستړی او له طالب مشرانو سره لیدنې ته په تمه دی، چې نن یې استازو په دوحه کې له طالبانو سره د سولې توافقنامه لاسلیک کړه.

ددې توافقنامې له مخې، به ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه په څوارلس میاشتو کې دننه وزي او  د لسو ورځو دننه به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون تر څنګ بین الافغاني مذاکرات هم پیلېږي.

د شوې توافق له مخې، به طالبان له القاعده او نورو هغه ډلو سره اړیکې نه ټینګوي، چې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي او نه به هم هغه چاته پاسپورټ او ویزه ورکوي، چې د امریکا او متحدینو ثبات ګواښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x