افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو سیاسي دفتر: پنځه زره طالب زندانیان له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې خلاصېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړی «شیر محمد عباس ستانکزی» وایي، امریکا ورسره موافقه کړې، چې پنځه زره طالب زندانیان به له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې خلاصېږي.

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې د توافقنامې د لاسلیک تر مراسمو وروسته له «طلوع نیوز» سره کړې، نوموړي ویلي، چې د شوي توافق په اساس به بین الافغاني مذاکرات  لس ورځې وروسته د مارچ په لسمه نېټه پیلېږي؛ خو تر دې وړاندې به پنځه زره طالب زندانیان او زر حکومتي بندیان له بند څخه خلاصېږي.

نوموړي زیاته کړه « موږ ارقام او لستونه ورته سپارلي، که چېرې د زندانیانو خلاصون څو ورځې وځنډېږي، بین الافغاني مذاکرات به هم ورسره وځنډېږي او هر هغه وخت چې ټول زندانیان خلاص شي، د افغانانو خپلمنځي خبرې به هم ورسره پیل شي.»

د ستانکزي په قول، په بین الافغاني مذاکراتو کې چې افغانانو هر ډول نظام وټاکه، دوی به ورسره توافق کوي.

نوموړي ددې تر څنګ د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ښځو په حقوقو ټینګار کړی او په خبره یې، ټول هغه حقوق چې په اسلامي چوکاټ کې ښځو ته ورکول شوي، دوی به ورته ژمن وي.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې داسې راپورونه وو، چې یو حکومتي شپږ کسیز پلاوی له طالبانو سره د اړیکې ټینګولو په موخه دوحې ته د طالبانو په غوښتنه تللی؛ خو طالبانو دا راپورونه رد کړل او یاده یې کړه، چې نه يې پلاوی راغوښتی او نه هم ورسره لیدلو ته تیار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په اسلام کی دښځی حقوق ترنارینه ښه دی ،ښځی ته آسانه کارونه ورسپارل کیږی لکه دکورکارونه داولادوروزنه اوتربیه ،اوتعلیم ښځی وښځوته کمه پابندی نلری اوپه کارخانوکی ښځی دښځوترادارولاندی کارکولای سی فقط په اسلام کی الله فحشاحرامه کړی ده اوظاهری هم معلومه ده چه څونه فسادپکښی دۍ،وګورۍ په اروپااوامریکاکی ولی خلک ودونه نکوی سبب یی بی باوری اوفحشاده ترواده لوی نعمت بل څشی دۍ هم دغه فحشاپردودرولۍ دۍ – اوټول سخت کارونه دنارینوودی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

RAZMOHAMMED KAMAWALL

د نظر اختلاف شروع شو ۵۰۰۰بندیان هو د دولت سره دی او تاسی تالیبانو اه دولت سره خبری ندی کړی
دا کیدای شی وبه ګورو حه کیږی۰سوله او ازادی
هسی نه چه پاکستانیان په قدرت کی شریک شی۰
دا به بل شرم وی چه په پته پنجابیان په دفترونو کی ناست وی خدا ناخواسته

اجمل

طالبان اوس په لویو لارو کی حکومتی مامورین له موټرو کته کوی تر څو یی د زرو زندانیانو په ډله کی شامل کړی. بلخوا غنی صیب ویلی چی د پنځه زرو طالبانو خوشی کول د حکومت صلاحیت دی نه د امریکا. ستانکزی هر وخت کله کله له خپلی ګیډی خبری کوی او بیا ورسته معذرت غواړی لکه چی د اردو د منحلولو په باره کی یی یو واز فول وهلی وو. دا د ### اوس د آی اس آی تر ټولو غوره څیره ده. ځکه چی همداسی خبر قرشی هم کړی دی چی په صریحآ د افغانستان په چارو کی… نور لوستل »

ترين

متل دی چې وایي پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي! پاکستان هم زر کاله د افغانستان لپاره د خیر خبره نکوي هغه خپل شوم اغراض، اهداف، موخې او پالېسیانې لري … کله چې د طالبانو حکومت و امریکا ته چا لار ورکړه چه افغانستان ته داخل او د طالبانو حکومت ړنګ کړي؟ د پاکستان هوایې اډې د امریکا په واک کې چا ورکړي،چه له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه وکړي؟ کله چی د طالبانو حکومت ړنګ شو دامریکې وسلې په کومه لار افغانستان ته راتلی،او دا لار چا ورکړی وه؟ دا هرڅه پاکستان ونه کړل؟ او ددی پر سر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x