افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ملګري ملتونه، سعودي: د سولې تاريخي تړون به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): ملګرو ملتونو او سعودي عربستان په دوحه کې د امريکا او طالبانو هوکړه تاريخي بللې او وايي، چې دې سره به تلپاتې اوربند او بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د سولې تړون په پايله کې به تلپاتې اوربند او بین الافغاني خبرې پيل شي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادرې «يوناما» هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون تاريخي بللی دی.

د يوناما مشر تاداميچي يماموتو ويلي، د تېرې اونې اورکم بې ساري و او د سولې له تړون وروسته بايد بین الافغاني خبرې په بريا سره پای ته ورسيږي.

يماموتو له ټولو لوريو غوښتي، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړه او بین الافغاني مذاکرات په رښتينې معنا بريالي کړي.

تېر ماښام د قطر پلازمېنې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي تړون د لسګونو نړيوالو چارواکو په شتون کې لاسليک شو، چې له مخې به يې ټول امريکايي ځواکونه په څوارلسو مياشتو کې له افغانستانه وځي، امريکا به د افغانستان راتلونکي نظام سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي، خو د افغانستان په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

زماپه نظر:که په افغانستان کی یوداسی اسلامی حکومت په ملک کی پرسرداقتدار راسی چه دحضرت عمر(رض) پرقانون عمل وکی ځان تربزګراوروزانی والالوړونه بولی دالله بیره یی په زړه کی وی عیاش خودپرسته نه وی افغانستان دکفاروونجسواودظلم حاصلوکړوپیسوته هیڅ ضرورت نلری اوکه دفقرپه پیسوروږدسوبیاهیڅکله زماپه فکر پرپښونسی دریدای نفع پردوه قسمه ده ظاهری اوباطنی باطنی نفعه په پاکه اواسلامی ورورګلوی کی ده ظاهری دعربواوکفاروپه کومکوکی ده چه داټولی نجسی اودظلم او عیاشۍ پیسی دی،موږښه ملک لرو هرڅه لری فقط مخلص اوپاک حکومت غواړی که دافغانستان دجوړیدومشوره زماسره وسی زه حاضریم.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x