افغانستانسولې اړوند خبرونه

روحاني شخصیت «حضرت امین جان اغا» د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک مبارکي ویلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د هیواد روحاني شخصیت او د نقشبندیه خانقا سجاده نشین «حضرت احمد امین جان مجددي» د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک هرکلی کړی.

د حضرت امین جان مجددي له لوري په خپاره شوي پيغام کې نوموړي د نقشبندیه خانقاء په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو، سوله خوښو هیوادونو،  د شهیدانو. اسیرانو، د کونډو او یتمیانو کورنیو ته او د اشغال په وړاندې راپاڅېدلي «مقاومت» ته مبارکي ویلې او تر څنګ يې دطالبانو یې د پخواني مشر «ملا محمد عمر مجاهد» یاد تازه کړی او د هغه روح ته یې د دعاء لاسونه لپه کړي.

نوموړي ددې تر څنګ له ټولو طالب مشرانو او کشرانو په ځانګړي ډول له ملا برادر اخند او شیر محمد عباس ستانکزي مننه کړې، چې د سولې لپاره یې هڅې کړې او د «بې ګناه» وینې توییدنې د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخستي.

په پای کې حضرت امین جان اغا د جګړې په ټولو ښکېلو لورو غږ کړی، چې د سولې لپاره رامنځته شوی طلایي فرصت له لاسه ورنکړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه تېره ورځ د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې د پرتمینو مراسمو په لړ کې لاسلیک شوه.

ددې توافقنامې له مخې به ټول بهرني عسکر د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي او د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون تر څنګ به د روانې میاشتې تر لسمې نېټې بین الافغاني مذاکرات پيل کېږي.

تر دې دمه ګڼ شمېر هیوادونو له دې توافقنامې هرکلی کړی او شوی توافق یې د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې ستر ګام یاد کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x