افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ګڼو هیوادونو چاوراکو له  «ملا برادر اخند»  سره د افغانستان په بیا رغونه کې د مرستې ژمنې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک مراسمو ته راغلو ګڼو وزیرانو او د هیوادونو استازو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره ځانګړي ناستې کړې او د شوي توافق د مبارکي تر څنګ یې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ژمنې تازه کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « نن مازدیګر د قطر مرکز دوحه کې له امریکا سره د اشغال د خاتمې د تړون د غونډې په څنډه کې د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند سره په جلا جلا توګه لیدنه وکړه، هغه ته يې د تړون د لاسلیک په اړه مبارکي وویله او خپلې نیکې پيرزوينې يې وړاندې کړي.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « په دغو وزیرانو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو، د ترکې هیواد د بهرنیو چارو وزیر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، د ناروې د بهرنیوچارو وزیر، د روسې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف او د ګڼو نورو هیوادونو راغلو استازي شامل وو.»

د خبرپاڼې په بنسټ، هغوی په افغانستان کې د سراسري سولې د تأمین، د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ په برخو کې خپلې خپلې ژمنې وکړې او له امریکا سره د نن ورځې لاسلیک شوی تړون يې یوه ستره او تاریخي بریال وبلله.

د طالبانو له قوله، ملا برادر اخند د هغوی مبارکي منلې او د هغوی له راتګ یې مننه کړې.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه تېره ورځ د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې د پرتمینو مراسمو په لړ کې لاسلیک شوه.

ددې توافقنامې له مخې به ټول بهرني عسکر د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي او د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون تر څنګ به د روانې میاشتې تر لسمې نېټې بین الافغاني مذاکرات پيل کېږي.

تر دې دمه ګڼ شمېر هیوادونو له دې توافقنامې هرکلی کړی او شوی توافق یې د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې ستر ګام یاد کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x