افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

د طالبانو د عالي تحصيلاتو اداره: په ښوونيزو ادارو کې دې «د سترې فتحې» په مناسبت غونډې جوړې شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د ښوونې او روزنې کميسيون اړوند د عالي تحصيلاتو ادارې په خپره کړې اعلاميه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون «ستره فتحه» بللې او غوښتنه يې کړې، چې په دې اړه دې په تعليمي ادارو کې غونډې جوړې شي.

د طالبانو د عالي تحصيلاتو ادارې له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې اعلاميه کې د عالي او نيمه عالي تحصيلي ادارو له مسؤولينو، استادانو او محصيلنو غوښتل شوي، چې په خپلو ادارو کې د دې سترې او عظيمې فتحې په اهميت او ګټو ځانګړې ناستې جوړې کړي او د دې تړون په اهميت، ګټو او لاسته راوړنو خپلو محصلينو او عامو افغانانو ته معلومات ورکړي، تر څو عام مسلمانان او افغانان د بهرنيو عسکرو د وتلو تړون په اهميت او راتلونکي ډاډه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x