افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: د طالب زندانیانو خلاصولو ته هيڅ «ژمنتیا» نشته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د طالب زندانیانو د خلاصولو په برخه کې هیڅ ژمنتیا نشته او نه هم دا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پېش شرط په توګه وړاندې کېدای شي.

غني، چې نن يې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل« د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نشته، موږ دا خبره په بیا، بیا ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسله د خبرو اجنډا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.»

نوموړي زیاته کړې « امریکا د طالب زندانیانو د خلاصون په برخه کې یوازې د تسهیلاتو برابرولو مسئوله ده، د بندیانو د خلاصون صلاحیت د افغانستان د اسلامي جمهوریت سره دی او هغو ی به یې په اړه پرېکړه کوي.»

غني ددې تر څنګ له طالبانو وغوښتل، چې که د ملت د پلوي دعوه کوي، نو دې دوی راشي، د ملت غوښتنو ته د ې ځواب ووایي.

د مذاکراتي ټیم په اړه د غني دريځ لا هم ګونګ وو، نوموړي یاده کړې، چې له مختلفو لورو سره یې مشوره کړې، خو مذاکراتي ټیم به محدود غړي ولري او واکونه به یې هم محدود وي.

د غني په خبره، مذاکراتي ټيم یې د لیري کولو وس نه لري، پرته له دې چې لویه جرګه یا ولسي جرګه په دې اړه تصمیم ونیسي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په بنسټ باید د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل وړاندې «کوم چې په لسم تاریخ پیلېږي» پنځه زره طالب زندانیان او زر تنه حکومتي بندیان خلاص شي.

د طالبانو په خبره،  دا ګام د باور د فضاء د رامنځته کولو په غرض ا خستل کېږي او تر هغه مهاله چې زندانیان خلاص شوي نه وي، بین الافغاني مذاکرات نه ترسر ه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

طالبان فکر کولو چی دا وطن اشغال دی خو خقیقت دادی جی دا وطن اشغال نه وو او نه دی او افغانستان یو پیاوری او خبلواک هیواد دی جی د افغانستان د راتلونکی د پاره به پخپله حکومت تصمیم نیسی

پتمن

وټولوافغانانوته دامریکایانو اودهغوی داشرباڼو څخه ددی ستری بریا، لاسته راوړنی او عظیمی فتحی مبارکی وایم چی افغان مجاهد ولس پسله ۱۹ کاله مباریزی اوسرښندنی څخه وروسته ترلاسه کړه. الله ج دی دا بریا زموږ دراتلونکوبریاوو پیلامه او د ازلی، کسبی اوتعصبی دښمنانو د رسوایی اوشکس شروع وګرځوی. رابه سم ددی لوړخبراړونده موضوع ته. اشرف غنی چی مخکی یی هم په ځلونو د اسلام دازلی دښمنانو د خوشحاله کولولپاره پرله پسی ګامونه پورته کړی او اوس یوځل بیا غواړی چی دهغوی (امریکی) شیطان صفته مخلوق دورکړل سوی پلان دبریا لپاره اود افغان مجاهد ولس د خوشحالیود زخمی کولواو ددی ستری فتحی… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
يوو غلام مي نه ليدئ چي دومره سپين سترګي د بادار او اقا په وړاندي وکړي .
غني پام کوه دومره الوته کوه ، چي په توان کي دي وي . که نه دومره بلند پروازي به دي ژر تر ژره وزرونه در وسوځوي .او هغوی چي د غرب څخه درغلي دي او په ارګ کي در سره ميشت دي ، ليري نه ده چي تنها به دي پريږدي ، هغوی خپل بکسونه تيار تړلي دي. او د الوتکي د پرواز شېبې شماري .

عظیمی

دا ستوټی بیا څه وایی. ستا معاش درکوونکی د بندیانو خلاصون ور سره ومنل. ایا دومره پر قدرت مین یی چه د سر په بیه یی اخلی.خپل عزت وساته او دا اخیری چانس دي دی چه ځان د صلحغوښتوونکی ، نه د شرارت او غم راوړونکی ، په ډله کی ودروی. نه چه اخیر دی دغه اوسنی باداران د بشری جنایتکارانو په نامه کمی بین المللی محکمی ته په لاس ورکی. او د هغه سره بیره افغانان همیشه لعنت در باندی وایی. را ویښ سه. که دا خبری بعضی خارجی کړی هم درته کوی اوس یی نو وخت راغلی دی… نور لوستل »

پتنګ

جواب درکول دوخت ضایع کولدي ته دخپلې ښځې واک نلري ! بندیان دامریکې په لاس کې دي تا خو انس حقاني هم واژه خو امریکا یانو خوشی که ، ستا درواغ د متفکر له کلمې څخه شروع شوي دي، هو ته د لاپو او درواغو متفکر یې !!

عبدالمالک همت

هههه غني خو ادعاکوله چي د امريکې او طالبانو تر منځ له مذاکراتو او توافقنامې خبر لري، خو نن چي اشرف غني وايي چي «د طالب زندانیانو خلاصولو ته هيڅ ژمنتیا نشته». له دې څخه معلومه سوه چي ده دمخه په دې اړه هيڅ خبر نه درلود. لومړی د پنځه زره بنديانو او بيا د نورو بنديانو د دغي توافقنامې د لومړۍ برخي «ج» رديف راسي صراحت لري: ج- متحده ايالتونه د اعتماد جوړولو د يوه اقدام په توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګي او تاييد، سملاسي له ټولو طرفونو سره پر يوه پلان سملاسي کار… نور لوستل »

مجاهد

زما د سیاسی ارزونو له مخی : غلام غنی بستری کی د خپلی میرمنی سره جواز له امریکایانو ترلاسه کوی، د بندیانو د خلاصون خبره خو لویه خبره ده یعنی غلام غنی ته ویل کیږی چه دا وکړه او دا مکړه او بس . دامریکایان یو ( د انګریزانو لمسیان او کړوسیان ) استعماری او شیطانی فارمول هم دا دی چه [ څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ] امریکایان هڅه لری چه به طالبانو باندی د متباقی مسایلو د منلو د پاره په طالبانو باندی د فشار د پاره له غلامی اداری کار… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

د کوچیانو سپی بیا خپل بادار ته غاپی.

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x