افغانستانلیکنې

طیب اغا د دوحې د تاریخي هوکړې له امله طالب مشرتابه ته مبارکي ویلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د د طالبانو د سیاسي دفتر بنسټګر او پخواني مشر سید محمد طیب اغا د یوې خبرپاڼې له لارې د طالبانو مشرتابه شیخ هبةالله اخندزاده او مرستیالانو ته یې د دوحې د تاریخې هوکړې د لاسلیک له امله مبارکي ویلې ده.

طیب اغا دغه هوکړه «ستره سیاسي فتحه» بللې او ویلي يې دي:

«له دې فرصت څخه په استفادې د دې سترې سیاسي فتحې له امله د طالبانو اسلامي تحریک مشر شیخ الحدیث هبة‌الله اخندزاده صاحب، د هغوی مرستیالانو، په تېره د سیاسي دفتر مشر الحاج ملا برادر اخوند، د شورا غړو، د سیاسي دفتر زحمت کشه غړو، سرښندونکو مجاهدینو او ټول افغان مجاهد ولس ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم».

طیب اغا په ۲۰۰۹م کال کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون مشر وټاکل شو. د ده د مسوولیت پرمهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې پیل شوې چې په پایله کې يې په ۲۰۱۳ کې دغې ډلې په دوحه کې سیاسي دفتر پرانیست.

طیب اغا د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تاریخي هوکړه د ملا محمد عمر مجاهد «ارمان» یاد کړی او زیاته کړې يې ده چې « دغه ارمان ته یې په ډېرو سختو شېبو کې له ګواښونو او اندېښنو ډک ژوند ته غاړه کېښوده؛ خو اشغال او وطن څخه وتل یې ونه منل او د اشغالګرو پر ضد یې د جهاد او سیاسي مبارزې ویاړلې لار غوره کړه».

طیب اغا لیکلي «نن چې د دې ویاړلي مقاومت نتایج په رابرسېره کېدو دي، په کار ده چې خپل سرښندونکي ولس ته ښه عوض ورکړو او هغه عوض به دا وي چې د هغوی امنیت، سوکالۍ او پتمن ژوند لپاره تحریک او نور افغان لوریو مشرتابه سیاسي قربانۍ ورکړي».

طیب اغا خپلو ملګرو ته ویلي چې د ملا محمد عمر مجاهد د لارویانو په توګه موږ «تر بل هر لوري زیات مکلف یو چې د الله تعالی په توفیق سره د ملت مصالحو او استقلال ته توجه وکړو او په دې خاطر هرې قربانۍ ته تیار واوسو. موږ باید د افغانستان د پايښت او پت و عزت لپاره فکر وکړو».

دغه پخواني طالب مرکچي ویلي « د دې سترې سیاسي بریا د مبارکۍ تر څنګ له خپلو مجاهدو ملګرو هیله کوم چې دا بریا د الله رب العزت له طرفه یو لوی نعمت وګڼي او د دې نعمت د شکرانې په توګه له یو نوي عزم سره د وطنوالو د سر، مال او عزت د ساتنې په خاطر خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي».

سيد محمد طیب اغا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لومړنی مشر او بنسټګر و چې امریکایانو سره یې څو پړاوه خبرې کړې وې. طیب اغا د ملا محمد عمر د وفات د خبر له خپرېدو سره سم رسمي کار پرېښود خو ویلي و چې طالبانو سره به خپلې ملګرتیا او مبارزې ته دوام ورکوي.

د سید محمد طیب اغا د مبارکۍ پیغام بشپړ متن:

د دوحې د هوکړې د بریا مبارکي

د هیلو او خوښیو په دغو ویاړلیو شېبو کې تر هر څه مخکې د رحیم او رحمان رب جل جلاله شکر ادا کوم او حمد او ثنا یې وایم چې زموږ د ځورېدلي ولس په تاریخ کې یو پېچلی او مهم پړاو پای ته رسېږي. په همدې شېبو کې د تحریک د موسس او ویاړلي مشر، مرحوم امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله روح ته دعا کوم چې د هغه مخلص مشر حکیمانه پرېکړه وه چې لس کاله مخکې يې اجازه ورکړه او امر یې وکړ چې که یرغلګر خبرو ته تیار وي، موږ هم باید ورسره خبرې وکړو. د نېکمرغۍ احساس کوم چې د مرحوم مشر په موافقه مو له دې لارې د سیاسي دفتر بنسټ کېښود او زموږ ملګرو په بشپړې کامیابۍ نن تر دې ځایه راورسوله. دا د هغه ارواښاد مشر ملا صاحب ارمان و او دغه ارمان ته یې په ډېرو سختو شېبو کې له ګواښونو او اندېښنو ډک ژوند ته غاړه کېښوده؛ خو اشغال او وطن څخه وتل یې ونه منل او د اشغالګرو پر ضد یې د جهاد او سیاسي مبارزې ویاړلې لار غوره کړه.

له دې فرصت څخه په استفادې د دې سترې سیاسي فتحې له امله د طالبانو اسلامي تحریک مشر شیخ الحدیث هبة‌الله اخندزاده صاحب، د هغوی مرستیالانو، په تېره د سیاسي دفتر مشر الحاج ملا برادر اخوند، د شورا غړو، د سیاسي دفتر زحمت کشه غړو، سرښندونکو مجاهدینو او ټول افغان مجاهد ولس ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې د ټولو زحمتونو پوره پوره اجرونه ورکړي. له دې تړون وروسته بل لوی او مهم مسوولیت د بین الافغاني خبرو بریا ده. یو ځل بیا د تحریک مشرتابه ته او ټولو ملګرو ته سختې پرېکړې پاته دي چې یو ځل بیا د حکمت او مصلحت له لارې بین الافغاني پړاو هم بریالی کړي تر څو زموږ له وطنه د اشغال او جګړې ټغر ټول شي.

دامریکا په مشرۍ د څلوېښتو هېوادونو او د هغو د ملګرو پر ضد مقاومت او مبارزه د مجاهدینو د بې‌سارې قربانیو، د فدایانو د تاریخ‌سازه کارنامو او د افغان ولس له هراړخیز ملاتړ او حمایت پرته ممکن نه و. الله تعالی دې ټولو ته اجرونه ورکړي. نن چې د دې ویاړلي مقاومت نتایج په رابرسېره کېدو دي، په کار ده چې خپل سرښندونکي ولس ته ښه عوض ورکړو او هغه عوض به دا وي چې د هغوی د امنیت، سوکالۍ او پتمن ژوند لپاره تحریک او نور افغان لوریو مشرتابه سیاسي قربانۍ ورکړي او هر طرف په خپل لور کې نرمښت او انعطاف وښيي او د تنظیمي او شخصي مصالحو پر ځای ملي مصالحو ته ترجیح ورکړو. که د مرحوم مشر ملا صاحب ژوند ته وګورو، د هغه د ژوند فلسفه همدا وه چې د خپل ولس د سوکالۍ او ارام لپاره راپاڅېد او د زنځیرانو پاټکونو، زورواکۍ، بې محکمې قتلونو او ځورونو، مخدره موادو او ډېرو نورو ناخوالو پر ضد یې مبارزه پیل کړه او هغو ته یې د پای ټکی کېښود. موږ د طالبانو تحریک او امارت هم باید د خپل روحاني او موسس مشر فکر په نظر کې نیولو سره تر بل هر لوري زیات مکلف یو چې د الله تعالی په توفیق سره د ملت مصالحو او استقلال ته توجه وکړو او په دې خاطر هرې قربانۍ ته تیار واوسو. موږ باید د افغانستان د پايښت او پت و عزت لپاره فکر وکړو.

په پای کې د دې سترې سیاسي بریا د مبارکۍ تر څنګ له خپلو مجاهدو ملګرو هیله کوم چې دا بریا د الله رب العزت له طرفه یو لوی نعمت وګڼي او د دې نعمت د شکرانې په توګه له یو نوي عزم سره د وطنوالو د سر، مال او عزت د ساتنې په خاطر خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د اسلامي او خپلواک افغانستان په هیله
سید محمد طیب اغا
د کب لسمه، ۱۳۹۸ل
د فبروري ۲۹مه، ۲۰۲۰م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

ډيرعزتمن مجاهدورورطيب اغاته دخوشحالي په حال کي خپل سلامونه وړاندي کوم. دالله ج نه اميدواريم، چه دصحت جامي موپه تن وي. محترم وروره، زه هم دحمد او ثنا په ويلو سره تاسوته، دافغانستان مجاهد ولس دنړي ټول مسليمه اومت ته اوهمدارنګه داسلامي تحريک مشر قدرمن هبةالله اخندزاده صاحب ته، دقطر درهبري شوراغړيو او د دفتر رئيس قدرمن مجاهد ملا برادراخوند او ددي سپځلي تحريک ټولو غړيو ته دزړه له ميني ډک ددوحي دتاريخي هوکړي د مبارکٰی مراتب وړندي کوم. په عيني حال کي الله ج ته خپل لاسونه پورته کوم او ددي تحريک بنستګر ارواح ښاد ملا محمد عمرمجاهد، شهيدمجاهد… نور لوستل »

مجاهد

دا هم د الله ج د حیرانوونکو نصرتو څخه ده چه د طالب مجاهدینو د سپیڅلی جهاد په اوږدو کی ډیر کم کسان د طالبانو له لوی بدنی په جلا جلا دلایلو جلا شوی ځینی لکه د نیازی او رسول په شان د کابل د غلامانو او بادارانو په مالی پیرزونو ، تبلیغاتو او ځینی بیا په کم و زیات فکری اختلافاتو او یا د پوهی او تجربی د کموالی له امله سره جلا شول او ځینی له مجبوریته د اشغال په شروع کی د کابل غلامی اداری ته په زور یا خوښه تسلیم شوی وو. هغوی هم د ګوتو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x