ورزش

ایټالیا کې د فوټبال لوبغاړي پر کرونا ناروغۍ اخته شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې کرونا ویروس د نړۍ په شاوخوا کې کوچنیان، ځوانان، زاړه، نارینه، زنانه او چارواکي اغیزمن کړي، په ایټالیا کې د فوټبال لوبغاړي هم پر دغه ویروس اخته شوي دي.

په ایټالیا کې له چین او سویلي کوریا وروسته کرونا ویروس په چټکۍ سره خپور شوی چې تر ۱۰۰۰ پورته کسان پرې اخته شوي او شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل د راپور سره سم ایټالوي کلبي فوټبال لوبډلې (یو اس بیانیزي) تایید کړه چې ددوی درې لوبغاړي او یو د لوبډلې چارواکی پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د یادې لوبډلې چارواکو زیاته کړې، «د لوبډلې ټول لوبغاړي، تخنیکي کارمندان او مدیران کوم چې د یادو لوبغاړو سره د سفر په جریان کې موجود وو د ۱۵ ورځو لپاره قرنطین شوي دي.

په ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله د فوټبال سیالۍ هم اغیزمنې شوي دي، تیره ورځ په ایټالوي لیګ (Seria A) کې د رونالډو لوبډلې «یوونتوس» او انتر ناپولي لوبډلو، او داسې ګڼ شمېر نورې سیالۍ چې په مارچ میاشت کې ترسره کېدونکې وې د مۍ میاشتې ته وځنډول شوې.

په اروپا کې ایټالیا لومړی هېواد دی چې تر ټولو ډيری ناروغان په کې پر کرونا ویروس اخته شوي دي، ایټالوي چارواکو د تیرې جمعې په ورځ د لومړي ناروغ خبر ورکړ خو له لس ورځو تیریدو وروسته په دغه هېواد کې نږدې ۱۰۰۰ کسان پر کرونا اخته شوي او نږدې ۳۰ تنه مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x