روغتیانړۍ

د کرونا ویروس ویره: پاکستان سر له سبا افغانستان سره د چمن پوله تړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پریکړه کړې چې د کرونا ویروس د اندیښنې په لړ کې له افغانستان سره د چمن پوله د ټاکلې مودې لپاره وتړي.

د پاکستان مرکزي حکومت پریکړه لیک صادر کړی چې په لومړۍ مرحله کې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن پوله سره له سبا له دوشنبې ورځې ۲ مارچ څخه تر راتلونکو ۷ ورځو پورې وتړل شي.

پریکړه لیک کاږي، «د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوي چې په لومړۍ مرحله کې به د چمن پوله د ۷ ورځو لپاره وتړل شي»، په دې پار به وروستۍ پریکړه له هغه وروسته کیږي.

پاکستان باور لري چې دغه هېواد ته د کرونا ویروس داخلیدل له افغانستان سره هم تړلي دي، ځکه چې له ایران څخه کرونا ویروس لومړی افغانستان او بیا پاکستان کې خپور شوی دی.

پاکستان کې اوسمهال څلور تنه پر کرونا ویروس اخته شوي دي، د پاکستاني رسنیو په وینا دغه کسان په تیره نږدې کې له ایران څخه پاکستان ته راغلي دي.

اسلام اباد له ایران سره خپله پوله تړلې ده، په داسې حال کې چې کابل هم دغه هېواد ته خپل سفرونه ځنډولي دي. ایران کې تر دې دمه ۴۳ تنه د کرونا ویروس له کبله وژل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر چمن پوله هره ورځ نږدې زرګونه افغانان تګ راتګ کوي او د دواړو مخو سوداګرو لپاره مهمه لار ده، چې په تړلو به یې دواړه خواوې اغیزمنې شي.

د یادونې ده چې پر کرونا ویروس اوسمهال په ټوله نړۍ کې (۸۶۹۸۶) کسان اخته شوي او (۲۹۷۹) مړه شوي دي، په داسې حال کې چې له دغې ناروغۍ څخه (۴۲۳۷۲) تنه بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x