شعـــــرونه

لاسلیک/ جابر کندهاری

جابر کندهاری

ظاهر يو لیک يوه صفحه ده لاسلیک

د امت ستره کارنامه ده لاسليک

اوس انتظار يو د خيبر او تبوک

دا چي د عصر حدیبیه ده لاسلیک

دپای و  ټکی دی خوني اشغال ته

د ملالۍ يوه ټپه ده لاسلیک

په اوښکو لوند غوندې دسمال ديتیم

د شهید قبر ته جنډه ده لاسليک

د بورې مور دزخمي زړه ټکور دی

په سر دکونډي لوپټه ده لاسلیک

د لوی ملا صاحب وينا ته ثبوت

مغرور ته ځمکي ته دیکه ده لاسليک

سترګو کي اوښکې تبسم په شونډو

د جابر ژوند کي يو شېبه ده لاسلیک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x