د سولې څارنظــر

د طالبانو سوله او صلح حدیبیه

احمد تقي

د هجرت ۶ کال د ذې القعدې په میاشت کي رسول علیه السلام د ۱۵۰۰ صحابه سره د عمرې په نیت مکې مکرمې ته روان سو، کله چي قافله حدیبیې ته ورسېده، حضرت عثمان رضي الله عنه یې مکې ته واستوی چي قریشو ته ووایې موږ د بیت الله د زیارت لپاره راغلې یو، نه د جنګ لپاره.

خلاصه دا چي قریش او رسول علیه السلام د اوږدو مذاکراتو او خبرو وروسته په لاندي شرطونو سره د حضرت علي رضي الله عنه په لاس توافقنامه ولیکل،
۱ـ لس کاله به اوربند او جنګ بندي وي،
۲ـ رسول علیه السلام او صحابه وو ته سږ کال د عمرې اجازه نسته، واپس دي ولاړ سي او بل کال بیا عمره کولی سي.

۳ ـ مسلمانان به د قریشو یوه مخالف ته هم په مدینه کي پناه نه ورکوی او که کوم قریشي مدینې ته درسي نو تاسو به یې بیرته موږ ته سپاری،
او که د مسلمانانو کوم کس وغواړي چي قریشو ته راسي نو قریش ځای او پناه ورکولی سي او تاسو ته یې نه تسلیموي.

توافقنامه لاسلیک سوه،چي کله رسول علیه السلام مدینې ته روان سو نو سورة الفتح نازل سو،
کله چي رسول علیه السلام مدینې ته ورسېدی، د ابو بصیر رضي الله عنه په نوم یو کس ایمان راوړی او د مکې څخه مدینې ته ولاړی.

رسول علیه السلام ابو بصیر رضي الله عنه بیرته د قریشو دوو کسانو ته په لاس ورکړی چي د معاهدې موافق موږ پناه نه ورکوو او د مدېنې څخه یې ویستی، په لاره کي ابو بصیر رضي الله عنه پر قریشو حمله وکړه، یو یې وواژه او بل ځیني وتښتېدی، ابو بصیر رضي الله عنه بیا مدینې ته راغلی او رسول علیه السلام وویل که پناه ورکړو نو د زموږ او د قریشو به جنګ جوړ سي،
ابو بصیر رضي الله عنه د مدینې څخه ووتی او د دریاب غاړې ته ولاړی او هلته یې پناهګاه جوړه کړه،
دوهم کس د قریشو څخه ابو جندل رضي الله عنه اسلام راوړی او رسول علیه السلام د مدینې د داخلېدو اجازه نه ورکول چي ابو بصیر رضي الله عنه ته یې ځان ورسوی او ورسره یو ځای سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x