شعـــــرونه

آزادي له توپانونو نه امان ده

نويد عمرخېل

آزادي له توپانونو نه امان ده
آزادي د میړنو خلکو نشان ده

آزادي د قربانۍ لویه کیسه ده
آزادي د مستو هیلو خزانه ده

لا تر اوسه ده محکومه زولانه ده
ناخبره ترې لا اوس هم زمانه ده

چاودو شونډو للمو زړونو ته باران ده
آزادي د امېدونو ستر کاروان ده

د پردو په اسارت کې یی سا خیږي
خپل ویاړلي تاریخونه یی یادیږي

د دنیا له نارواوو نه کړیږي
له ناکامه انقلاب څخه زوریږي

بس خبره د احساس او د وجدان ده
آزادي د هر اصیل سړي ارمان ده

د وطن د هر بچي به ښه پرې ناز وه
آزادي د جنتي ژوندون انداز وه

قلم توره لوړ احساس د بري راز وه
چې یی څوک په قدر پوه نه وه غماز وه

لار ترې ورکه ده اوس هر سړی د ځان ده
که ملا ده که امي، زوړ او که ځوان ده

د میړانې او همت لویه هستي وه
دغه خاوره داسې نه وه ښه غني وه

څومره شور وه څومره زور وه څه سیالي وه
د جرګو او د ویاړونو زنده ګي وه

پرځولی مو مغروره د جهان ده
پوروړی مو نړی د دې احسان ده

اوس هم وخت ده بیا تاریخ تکرارول دي
د یو بل مغروره بیا را پرځول دي

ټوټه شوی ملت بیا یوځای کول دي
یو تر بله ځارېدل غاړې وتل دي

دا احساس او عقیده د هر افغان ده
ورته ګران له خپل وجود افغانستان ده

آزادي له توپانونو نه امان ده
آزادي د میړنو خلکو نشان ده

(نوید عمر خيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x