لیکنېنظــر

لسم د حوت د درې اتلانو په نوم

رشید حبیب زی
بلاخره د اوږده مزل وروسته د افغان مجاهد اولس د قربانئ او سرښندئ په پایله کې هغه منزل هم راورسید چې ډیرو انسانانو یو خوب او خیال ګڼلو خو ځینو یې آن شل کاله پخوا خپلو ملګرو ته زیری ورکړی و هو هغه منزل چې تر رسیدو یې ډیر افغانان تر خاورو لاندی، د کورونو ورک او تیت و پرک شول هو هغه منزل چې د رسیدو لپاره یې افغانانو تر ځانو بمونه وتړل او دې منزل په لار کې پراته موانع یې د خپلو وینو پر تیلو د اوُر خوراک کړل هو هغه منزل چې د رسیدو په لار کې یې یې ډیری میندی بوری او ښځې کونډې شولی هو لله الحمد هغه منزل ته ورسیدلو چې اشغالګر مو له هیواده ویستلو ته اماده او هیواد مو د ازادئ، سولې او خوښئ په ګاڼه سمبالیږي هو لسم د حوت راورسید ،د اشغال د ختم او د ازادئ تړون لاسلیک شو هو د خپلواکئ تړون لاسلیک شو ټولو مجاهدو افغانانو ته دې په دې هېله مبارک وي چې نور مو افغاني برم ته څوک د پورته کتلو توان ونه لري هو د ازادئ او خپلواکئ د بیرته اخیستلو دا تړون دې ټولو مجاهدو افغانانو ته مبارک وي.

خو غواړم د ازادئ دا تړون او لسم د حوت دا ویاړمنه ورځ د هغو اتلانو په نوم ونوموم چې اسلامي غرور ،وفادارئ او رعب و هیبت یې ګرده کفري نړئ په ابدي او تلپاتی ویر اخته کړی هو دا خوښي دې د هغه اتل په نوم وي چې په ایماني او افغاني غرور سمبال خړې پړې خټينې کوټې څخه په جاري شویو فرمانونو یې د کفر مجلل بروجونه ولړزول هو دا خوښي دې د هغه اتل په نوم وي چې تاریخ به یې د افغانستانه د شر و فساد او چور چپاول له منځه وړونکي په نوم پیژني هو دا خوښي دې دهغه اتل په نوم وي چې اسلامي تاریخ به یې مبارک نوم څوارلس سوه کاله پس د اسلامي خلافت د بیا احیاء په مډال نازوي هو دا خوښي دې دهغه اتل په نوم وي چې اسلامي تاریخ به یې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په نوم په خپلو پاڼو کې په زرینو کرښو ثبت کړي
هو دا تاریخي او ویاړمنه ورځ دې د هغه اتل په نوم وي چې داسلامي خلافت مخته پراته خنډونو له منځه وړلو کې یې د ابو جعفر منصور تاریخ د یوه افغان په نوم راژوندی کړ هو دا د خوښئ ورځ دې دهغه اتل په نوم وي چې په ډیر کامل مهارت، سیاسي ځیرکتیا، د خپلمنځي ډسپلن په ساتلو او دې ورځ ته د افغان مجاهد لوس په رسولو کې خپل ځان د پتنګ په څیر د لمبو خوراک کړ هو دا د مبارکئ ورځ دې د شهید ملا اخترمحمد منصور تقبله الله په نوم وي.

هو دا د ویاړمنه او د خوښیو ډکه ورځ دې د هغه اتل په نوم وي چې د مجاهدینو په رهبرئ کې یې د خالد بن ولید د کفري صفونو په ماتولو او دښمنانو له منځه وړلو کې یې د جلال الدین خوارزم شاه تاریخ د یوه افغان په نوم راژوندی کړ هو دا د خوښئ ورځ دې د هغه اتل په نوم وي چې د قربانئ په باب یې یو داسی تاریخ جوړ کړ چې تر دې دمه یې هیڅ مثال نه موندل کیږي هو دا ویاړمنه ورځ دې د هغه پلار په نوم وي چې د زړه څلور ټوټې یې دې ورځ ته درسیدو په لار کې په شهادت ورسیدلې هو دا ویاړمنه ورځ دې د جلال الدین حقاني په نوم وي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حبیب زی صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی لیکنه دی په ډیرو ښو ادبیاتو او حقایقو لیکلو ښکلی کړی وه او دری ډیر ډرانه مجاهدین او رهبرانو یادونه دی پکی کړی د ستاینی وړ مګر ستاسی هڅه د هغوی په اړه شوی چه مړه شوی او د نیکیو او خیرونو څخه یی مونږ او راتلونکی نسفونه به ګټه پورته کوی مګر په ژوندو کی دی ډیر مهم کسان هیر کړی چه یو له هغه جملی مشر ملا صاحب ملا هیبت الله اخوندزاده صاحب دی . دا سمه ده چه مونږ د تیرو یا مړو شوو رهبران چه دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x