دپاکستان دفوځ یوه لوړ رتبه چارواکي امریکي ته سفر لغوه کړ

khalid_shamim_and_mike_molen(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۳) اسلام اباد: په پام کي نیول شوی وه چي جنرل خالد شمیم وین به درواني مییاشتي له ۲۲ څخه بیا تر ۲۷ نیټي پوري وامریکي ته په سفر ځی، خونن سهار نوموړي خپل هم رتبه ښاغلي ایډمیرل مایک مولون ته تلفون وکړ او امریکي دخپل اعلان شوي سفر په اړه یی معذرت وغوښتي

خالد شمیم چي د پاکستان په فوځ کي له جنرل کیاني څخه وروسته دوهم مهمه څیره ده وامریکي ته نوموړي سفر څو میاشتي مخکي په پام کي نیول شوی وو، او دا د ایډمیرل میک مولن غوښتنه وه چي ښاغلي شمیم دي امریکي ته سفر وکړي ترڅو دسیمي پرحالاتو له نژدی څخه خبري وکړو.

شنونکي وایی په دي وروستیو کي پرپاکستاني فوځ باندي کورني فشار زیات شوي دي ترڅو له امریکایانو سره پرخپلواړیکو باندي له سره غوره وکړي تیره ورځ دپاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني هم خبرورکړی وو چي مونږ به له امریکایانو سره ددوي په اصطلاح د ترهګري په خلاف روانه همکاري کي له سره غور وکړو.

په څرګنده نه شو ویلای چي دجنرل شمیم دسفر لغوه کیدنه به امریکایی چارواکو ته دپاکستان له لوري یوه ګوت څنډنه وي، که څرنګه، خودومره ویلی شو چي به دی وروستیو کي دپاکستاني چارواکو ځیني حرکتونه وامریکی هیواد  ته ددي ښکارندوینه کوي چي پاکستانی ولس په ایبټ کی داسامه دشهادت په اړه دامریکایی سمندري قواوو  یو طرفه عمیلاتو سخت په غوصه کړي دي.

شنونکي وایی په ایبټ اباد کي ‍داسامه دموجودیت په اړه پاکستان په دواړو صورتونوکي له مشکل سره مخ ده، کچیري پاکستان په دي خبروی چي اسامه په ایبټ اباد کی اوسیږي نو دابه دنیا ته دپاکستانیانو دوه مخي او یو سازش ثابت کړی چي پاکستان ته به ډیره ګرانه پریوزي، اوکچیري پاکستانیان هیڅ پدي خبرنه وو او حتی په دي هم نه وو خبر چي دامریکي دسمندري ځواکنو څلور هلیکوپتري راځی او بیا داپاکستان دفوځ دیو لوي مرکز په دروازه کي عملیات کوي،

اسامه شهیده وي مړي یی له ځانه سره  وړي خوبیا هم پاکستان غوږ هم نه ګره وي او په څه نه خبریږی، نو دلته بیا دپاکستاني څواکونو اوڅارګري اداري بی وسی په نښه کیږي، دپاکستان دفوځ اوڅارګري اداري کارکردګي ترسوال لاندي راځي اودپاکستان پر فوځ چي په سیمه کي دیو ځواکمن فوځ په نامه سره شهرت لري دپاکستاني اولس باور او اعتماد له منځه ځي چي دغه دواړه صورتونه دپاکستان لپاره دزغملو وړندي

نن هم په اسلام اباد کي دپاکستان فوځ دبندو دروازو وشاته دپاکستان پارلمان ته دایبټ اباد دبیښي په اړه وینا کوی ترڅو پدي اړه فوځ وتوانیږي چي پاکستان سیاست مداران په اعتماد کي واخلي، خو دپاکستان په پارلمان کي دحکومت دمخالفي ډلي مشر پرروان مجلس  چي دبندو دروازو شاته روان ده نیوکه وکړی ده، نوموړي زیاته کړه چي فوځ باید په عامه خبره وکړی ترڅو ټول پاکستاني اولس پوه شي چي ایبت اباد کي څه وشوه اوڅرنګه وشوه.

بخت الرحمن بخت ………………. نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د