لیکنېنظــر

د یوې تاریخي ورځې یاداشت

عبدالستار سعید

د کب پر لسمه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ سهار، چې کله د عربي خلیج له رڼو څپو څخه سهارني لمر د قطر په ټاپوزمه د وړانګو جال خپراوه، نو هلته د دوحې په یوه زرغون ساحل د پنځه ستوریز هوټل ( شیراټون) دننه د یوه تاریخي پیمان د امضاء لپاره تیارۍ د تکمیل په حال کې وې.

قطر د ګڼو سیاسي چارواکو او خبریالانو کوربه و، د نړۍ د نږدې ټولو مشهورو خبري رسنیو خبري ټیمونه دوحې ته رسیدلې وو او د مراسمو خبري پوښښ ته یې تیاری نیو. د امریکا، پاکستان، ازبکستان، اندونیزیا، ترکیې او ناروې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم څوک قطر ته رارسیدلي او څوک پر لاره وو، چې وروسته یې په مراسمو کې ګډون وکړ. د افغانستان لپاره د ملل متحد خاص استازی او د یوناما مشر تادامیچی یامامتو، د افغانستان لپاره المان خاص استازي مارکس پوتزل، د برتانیې خاص استازي ګارت بایلي، د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف او ګڼ نور سیاسي چارواکي په غونډه کې د ګډون لپاره رارسیدلي ول. د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تشریفاتو رئیس عبدالاحد جهانګیروال رسنیو ته وویل چې مراسمو ته د شاوخوا دیرش هیوادونو او نړیوالو یا منطقوي سازمانونو استازي راځي. دغه راز په قطر کې موجودو ټولو بهرنیو سفیرانو ته دعوت ورکړل شوی دی. په مراسمو کې به رسمي میلمانه د ۲۰۰ په شاوخوا کې وي چې له وړاندې ورته څوکۍ ریزرف شوي دي. په میلمنو کې تر پنځوس تنو زیات د اسلامي امارت اعضاء دي، دغه راز ځیني قطر میشتي افغانان او صاحب نظران هم د دې تاریخي غونډې میلمانه دي.

د مجلس په اړه ویل کیدل چې د افغانستان په وخت مازدیګر څه باندې پنځه بجې به پیل شي. د نړیوالو رسنیو خبرنګارانو درګرده د غونډې د تالار عکسونه خپرول او د صاحب نظرانو احساسات او نظرونه یې شریکول. د غونډو تالار په عالي معیار مرتب شوی و. مخامخ یو لوی بینر لګیدلی و چې په انګلیسي، عربي، پښتو او دري ژبو ورباندې لیکلي وو( افغانستان ته دسولې راوستلو تړون) د بینر مخته یو دریځ، دوه څوکۍ او میز ایښي وو. چې تر مخ یې سور فرش او په صالون کې ګڼې څوکۍ ایښې وې. په سټیج د هیڅ کوم هیواد بیرغ نه ښکارېده.

غرمه مهال د رسنیو له لارې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اعلامیه صادره شوه چې په یوه برخه کې یې راغلي وو. ما د بهرنیو چارو وزیر  مایک پمپيو ته امر کړی دی چي په قطر کي دامریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې په مراسمو کي برخه واخلي. که طالبان او حکومت خپلو وعدو ته ژمن پاته شي،په افغانستان کي به سوله راشي. موږ افغانان دېته هڅوو چي دا فرصت غنیمت وشمېري،او د دایمي سولي لپاره کار وکړي.

د تاریخي غونډې په اړه په سوشل میډیا کې د احساساتو توپان په څپو وو. درګرده د فتحې، نصرت او بریا په اړه غږیز، تصویري او لیکلي نشرات خپریدل، حتی په عربي او نړیوال میډیا کې طالبان او د قطر غونډه د رسنیو سرټکی و چې تحلیلګرانو له بیلابیلو زاویو ورباندې تبصرې کولې. د اسلامي نړۍ له لر او بره دې تاریخي حادثې د امت ترمنځ د ویاړ او اخوت احساس راپارولی او ځپل شویو مؤمنو پرګنو ته یې یو ځل بیا د سرفرازۍ احساس او روحیه وربښله.

بالمقابل د اسلام، جهاد او دیني اقدارو دښمنان په خاص ډول د امریکا ګوډاګیان او د کابل رژیم پلویان دبل هر وخت په نسبت مورال بایللي او بې سوژې وو، چې په رسنیو کې یې د ویلو لپاره هیڅ نه درلودل. د قطر توافقنامه د اسلامي امارت لپاره یوازې سیاسي فتحه نه وه، بلکې یوه تبلیغاتي کودتاه او په رواني لحاظ دښمن ځپونکې بریا هم وه چې د ګوډاګیانو وارپار یې خطا کړی دی. ښایي د همدې رواني شکست د جبیرې او تبلیغاتي بیلانس د برابرولو لپاره به و چې د ناټو سازمان مشر، د امریکا دفاع وزیر، دغه راز د هند او ناروې د خارجه وزرات مرستیالان په همدې ورځ کابل ته لاړل، د ارګ له زبون وهلو چارواکو سره یې ولیدل او په پای کې یې د مؤقتې روحیې ورکولو لپاره ورسره مشترکه اعلامیه صادره کړه.

بالاخره قضاء ماسپښین د مراسمو د تدویر لپاره عملي اقدامات پيل شول. دې مراسمو ته د اسلامي امارت د استازو ورتګ په زړه پورې و. د دفتر استازو ګڼ شمیر سپین کلیمه دار بیرغونه جوړ کړي وو، تر څو یې د مجلس تر ځای د پیاده مارش په مهال ورپوي، دوی په منظم ډول د تالار خواته روان شول چې مشران مخکې او کشران وروسته و، ځینو ملګرو یې عکاسۍ کولې چې په سوشل میډیا کې خپریدلې. د غونډې تالار دغه منظم تګ او د بیرغونو رپول د نړیوالو رسنیو توجه جلب کړه، بي بي سي دغه د طالبانو سیاسي مارش وباله او په عربي سوشل میډیا کې ورسره ولیکل شول (بالرایات البیضاء الی قمة النصر) له سپینو بیرغونو سره د بریا د سرمشریزې پر خوا . . . د لارې په اوږدو کې د اسلامي امارت استازي په نیمه دوره يي شکل ودریدل، د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي صاحب خبرې پيل کړې، له حمداو صلاة وروسته یې سورة النصر تلاوت وکړ، بیا یې په غریو نیولي غږ  وینا وکړه، دغه ورځ یې د شل کلنو قربانیو ثمره وبلله او ټول مسلمان امت خصوصا افغان ولس ته یې مبارکي وویله نوموړي  ویي ویل: لکه سل کاله مخکې مو چې نیکونو او دیرش کاله مخکې مو پلرونو انګریزان او بیا روسان مات کړل اوس دا دی موږ د هغو زامن او لمسیان هم  د الله تعالی په نصرت وتوانیدو چې له امریکایي اشغالګرو ازادي واخلو. ستانکزي داستره فتحه او بریا وبلله او ټول ملت ته یې د استقلال مبارکي ورکړه. د ستانکزي صاحب د پرجوشه ویناپه ترڅ کې د تکبیر غږونه هم پورته شول. ورپسې د رهبري شوری غړي مولوي امیر خان متقي صاحب لنډې خبرې وکړې او ویې ویل چې ملګري دې په سوشل میډیا او فیسبوک کې چاته پیغور نه ورکوي، دا د حوصلې او عفوې ورځ ده افغانستان د ټولو ګډ کور دی بایدهر چاته د اخوت لاس اوږد کړو.  ورپسې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر آخند شیخ سید رسول حلیم صاحب ته وویل چې دعاء وکړي، شیخ صاحب اوږده او متواضعانه دعاء وکړه او بیا ټول ملګري د تالار خواته روان شول.

تالار ته په ورننوتو ګڼ شمیر خبریالانو له عکاسیو سره سره  پوښتنې هم کولې. چې لنډ ځوابونه ورکول کیدل. وروسته امریکایي او افغان پلاوي په خپلو ځایونو کیناستل چې مشران یې د مخکې په کتار کې و او د قطر د بهرنیو چارو وزیر یې تر منځ ناست و. ورپسې غونډه پیل شوه. انانسر په حمد او صلاة غونډه پیل کړه. بیا یې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه تر څو افتتاحي وینا وکړی. دقطر  د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی نسبتا اوږده وینا د کاغذ له مخې واوروله.

ورپسې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته د وینا لپاره بلنه ورکړل شوه، نوموړي په خپله لیکلې وینا کې وویل: که طالبان په تړون وفا وکړي موږ به هم وفا ورباندې وکړو. طالبانوثابته کړه که وغواړي د تشدد کچه راکمولای شي، په تیره اونۍ کې اورکم په تیرو څلویښتو کلونو کې بې ساری دی.موږ کولای شو مخ پر وړاندې قدمونه واخلو.

ورپسې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته د وینا لپاره بلنه ورکړل شوه. نوموړي خپله وینا په حمد او صلاة پيل کړه، ورپسې یې له قطر او نورو هیوادونو لکه پاکستان، چین، ایران، روسیه، اندونزیا او نورو مننه وکړه چې د مذاکراتو په پروسه کې یې همکاري کړې ده. نوموړي وویل چې افغان ولس باید په خپلو لوړو ارزښتونو سره راټول شي تر څو اشغال ختم او هیواد له سولې برخمن شي. ملا برادر آخند د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له سولې وروسته د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې برخه واخلي. د ملا برادر اخند د وینا له پای ته رسیدو سره د نعره تکبیر  الله اکبر غږونه پورته شول.

ورپسې ملا برادرآخند او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته بلنه ورکړل شوه چې ځانګړي سټیج ته ورشي او توافق نامه امضاء کړي. دغه وخت د یو عالم احساساتو سره په داسې حال کې چې تالار په یوه معنی داره چوپتیا کې غرق و، د اسلامي امارت ځینو استازو د خوښۍ اوښکو تویولې او د نړۍ په لراو برکې میلیونونه انسانان چې پر باطل د حق د بریا دغه صحنه یې د ټیلویزیون پر مخ په ژوندۍ بڼه لیدله، د یوې شیبې لپاره دحیرت او هیجان احساساتو په مخه کړل او ساګانې په سینو کې محبوسې شوې.

هلته مخامخ د یو تور پاج لرونکي، په مسنونه ږیره مزین او  واسکټ، څادر او افغاني لباس درلودونکي ملا ( عبدالغني برادر) قلم راواخیست، لومړی یې په غربي لباس درلودونکي امریکایي سیال کې سترګې ښخې کړې، کله چې هغه امضاء وکړه، ورپسې ملا برادر آخند هم په څلور صفحه یي توافق نامه لاسلیک وکړ، چې ورسره یو ځل بیا له تالاره دتکبیر ملکوتي انګازې راپورته شوې.

له امضاء وروسته ملا برادر آخند چې د یوه مؤمن او غیرتي ولس د شل کلن ثبات او ایثار پرتم یې تمثیلاوه، په دنګه غاړه له ځایه پورته شو، په داسې حال کې چې د خپلواکۍ ګټلې قباله یې په لاس کې وه په سټیج ودرید، امریکایي استازي ورته لاس را اوږد کړ، ملا برادر آخند هم لاس وراوږد کړ او له تالاره یو ځل بیا شور او ځوږ پورته شو.

دغه مراسم چې الجزیرة، فاکس نیوز، طلوع نیوز او ګڼو نورو نړیوالو خبري رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرول، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو انسانانو مخامخ لیدل او پر امریکایي طاغوت زموږ د تش لاسي ملت د بریا صحنه د ټول انسانیت لپاره استثنائي جالبیت درلود.

په دې ډول رسمي غونډه پای ته ورسیده او خبریالانو د دې تاریخي رویداد په اړه مرکې پيل کړې. د اسلامي امارت سیاسي استازو هم له ګڼو خبري رسنیو سره مصاحبې وکړې. وروسته د اسلامي امارت مرستیال ملا برادر آخند د امریکا، ترکیې، اندونیزیا او ازبکستان له خارجه وزیران او  د روسیې له ځانګړي استازي سره ملاقاتونه وکړل او د نړۍ د هیوادونو استازو ورته د دې تاریخي توافق مبارکي وویله.

په دې ډول زموږ په تاریخ کې د اسد ۲۸ او یا سلواغې د ۲۶ مې په شان د ویاړ او افتخار یوه بله ورځ هم ثبت شوه، هغه ورځ چې شاید زما قلم  به یې د واقعي انځورولو او راتلونکې نسلونه یې د اصلي حجم معلومولو وړتیا ونه ولري. مبارکه دې وي.

قاري سعید

۱۳۹۸ د کب یوولسمه/ یکشنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x