د سولې څار

د هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو له امله د مبارکۍ پیغام او څه لنډې خبرې

عبدالمالک همت

قال الله تعالی وتبارک :
﴿ وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81) ﴾[الاسراء : ۱۷ : ۸۱].
ژباړه: او ووايه:”حق راغی (او الله چي د کوم نصرت ژمنه کړې وه تحقق يې وموند) او باطل له منځه ولاړ، په يقين سره باطل داسي شی دی چي له بنسټ او له اصله له منځه تلونکی دی (د حق په وړاندي نه سي ټينګېدلای او بالاخره بری د حق او حقيقت وو او دی)“.

نن واقعاً زموږ د پتمنو هيوادوالو او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د خوشاليو ورځ ده. نن د افغانانو تر څلوېښتو کالو کړاوونو ګاللو او يونيم کال اشد انتظار وروسته او د افغانستان د اسلامي امارت د اتلو او سرښندونکو مجاهدينو د زښتو زياتو قربانيو او د خپلواکۍ د بيا ګټلو لپاره د اسلامي امارت د مذاکراتي ډلي د پرله پسې زيارونو او هلو ځلو په پايله کي د ګران هيواد افغانستان خپلواکي د اشغال د خاتمې د تړون په لاسليکېدو سره بيا د الله جل جلاله په نصرت د دې ښکېلاک ماتوونکي هيواد د درنو خلکو په برخه سوه.

ځای لري چي زموږ د هيواد په تاريخ کي د دې بلي وياړلي او نېکمرغي ملي ورځي له امله د خپلواکۍ ګټلو اتلو مجاهدينو سالار، د افغانستان د اسلامي امارت زعيم امير المؤمنين شيخ مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله، د اسلامي امارت مرستيال ملا عبدالغني برادر، د امارت او جهاد د شوراګانو او کميسيونونو مشرانو او غړو، د قلم او ليکني، فرهنګي – تبليغي جهاد ليکوالانو او ژورناليستانو، د جهاد د مورچلونو مشرانو، قوماندانانو او اتلو سرتېرو، پتمنو هيوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته خپلي د زړه له کومي مبارکۍ وړاندي کړم.

لوی څښتن سبحانه ته د دعا لاسونه لپه کوم چي زموږ ټولو مشرانو او کشرانو ته توفيق ورکړي چي د اسلام د سپېڅلي دين د ارشاداتو سره سم په ګران هيواد کي سرتر سري سوله ټينګه کړي، اسلام ته د ښو خدمتونو مصدر سي، د ښکېلاکګرو او ظالمانو د ظلم او ورانيو له امله زموږ د زورېدلو او کړېدلو خلکو زړونه مرهم کړي او د هيواد په ګوټ ګوټ کي دا څلوېښت کلنۍ وراني ويجاړي ورغوي.

جوته ده چي په تېرو څلوېښتو کالو کي ځينو کسانو د باطل او اشغالګرو پلوۍ ته ملاوتړل او زموږ اکثريت ته نژدې خلکو د لومړنيو مجاهدو مشرانو په لارښوونه او بيا د افغانستان د اسلامي امارت په مشرتابه او خردمندانه رهبري هر ډول جهادي هلو ځلو ته ور ودانګل او په تېره يې د امرکايي اشغال پرمهال د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو او سرتېرو په سر او مال او هلو ځلو پلوی او لاسنيوی وکړ او د هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو لپاره يې هرراز کوښښونه پرلاره واچول. چي دادی نن يې د نړۍ ددې بل زبرځواک پزه هم په خاورو ورولړل، پرګونډو يې کړ او د اوړو د پزي په جوړولو سره دادی په رسمي ډول او د ټولو نړي والو د لويو چارواکو په شاهدي او حضور کي د اشغال او ظلم وتعدی د خاتمې د تړون په لاسليکولو سره له دې کفر ماتوونکي خاوري څخه خپل پوځيان په ماته باسي.

اوس چي امريکايي نيواکګر زموږ له ګران هيواده پښې سپکوي او زموږ خپلواکي بيرته اعاده سوه، نو پرټولو يو له بله مخالفو کسانو ده چي له تېرو مخالفتونو څخه لاس واخلي او ټول په ګران هيواد کي د سولي او امنيت او د خپلو خلکو د هوسايۍ او سوکالۍ لپاره اسلامي، افغاني هلي ځلي په لاره واچوي او په دې ويرژلي او وران ويجاړ هيواد کي د هيواد د ټولو خلکو لپاره د آرام او عزتمن ژوندانه شرايط رامنځ ته کړي .

همداراز زموږ پر ټولو درنوهيوادوالو ده چي که چيري بيا هم ځيني کسان د سولي سره ضديت کوي او د افغانستان د وروڼو قومونو د ملي يووالي او اتحاد سره موافقت نه کوي د هغو پر ضد په ګلکه ودريږي او په هيواد کي يې سولي او ثبات ته وبولي.

الله سبحانه ته دي حمد او شکرونه وي چي پر موږ يې په خپل نصرت او پېرزوينه دا لويه خوشالي ولوروله او موږ او زموږ هيواد يې د پردو له نيواکه وژغوره. په پای کي ستاسي ټول افغان ولس هوسايي، نېکمرغي او د ګران هيواد پرمختګ او سمسورتيا د لوی څښتن له سپېڅلي درباره غواړم .

والسلام.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close