
د کب لسمه او راتلونکی افغانستان!
دادمحمد ناوک
تېره ورځ د کب لسمه پاو کم پنځه بجې مازیګر د افغانستان په تاریخ کې د یو بل باب پرانیسته او د نږدې دوو لسیزو خونړي اور د بندېدو ابتدايي ګام و، چې په اړه يې په ټوله کې خوشبیني موجوده ده مګر خال خال اندېښنې هم ورسره ملې دي؛ خو که د توافقنامې پر متن غور وشي او همدا توافقنامه په صداقت تطبیق شي نو د يوې ښې راتلونکي اته نوي سلنه تضمین پکې نغښتی دی.
د طالب د ټینګار پایله!
د طالبانو د نظامي کمیسیون اعلامیو کې به دا خبره تکرار راتلله، چې د دوی مبارزه به تر هغو روانه وي، تر څو دلته حتی یو بهرنی هم موجود وي، دا خبره یوازې څلور کاله وړاندې لا خوب بلل کېدله، دا چې امریکا دې له دومره کړیو مصارفو او تلفاتو سره سره دا شرط ومني، ناممکنه ځکه برېښېدله چې طالبانو پر امریکایانو یوازې د جګړې فشار درلود چې هغه هم د ګډ حکومت په راتګ سره یو څه کم شو، ځکه د غبرګو تړونونو پر اساس بهرنیان په پنډغالو کې خوندي او افغان عسکر يې د دفاع لپاره د جګړو پر کرښو وګمارل؛ خو کله چې د خبرو اترو لړۍ پیل شوه طالبانو د سیمې په سطحه یوه اجماع رامنځته کړه او په دې ډول وتوانېدل چې پر امریکا د سیاسي فشار لار هم پیدا کړي!
تېره ورځ چې د نړۍ د لسګونو هېوادونو د استازیو او چارواکو پر وړاندې دا نړۍوال سند لاسلیکېده کابل کې هم د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي چې دواړه د سیاست پر ځای یوازې نظامي چارواکي تصورېدلی شي پر یوې ګډې اعلاميې بوخت و، چې پکې خپلو داخلي همسنګرو ته یوازې ډاډ نغښتی و او دا هم لرې نه ده چې دا دواړه چارواکي دلته د چارواکو د ذهنیت سازۍ او غلي کولو لپاره راغلي وي، چې په دي تاریخي پړاو کې له اصولو د باندې خوله چوله نه کړي، خو بیا هم محمد اشرف غني د خپل واک په اتلسم ساعت لاسلیک کړی تړون له امریکايي لوري سره یوازینی تړون یاد کړ او په وینا يې «بل تړون ته اړتیا نشته!»
په توافقنامه کې امریکا پر دې ژمنه کړې چې په ۱۳۵ ورځو «څلور نیمو میاشتو» کې به له محمد اشرف غني سره کړی تړون عملاً لغوه کوي او له پنځو نظامي اډو به خپل ټو ځواکونه باسي او په ۱۴ میاشتو کې به خپل ټول پرسونل «نظامي، قراردادي، غیر ډيپلوماټیک…» ور ټولوي او پښې به سپکوي، خو دا تېښته به د خپګان په معنی هم نه وي بلکې بېرته د نړۍ د ملک په حیث مرستې کوي او ډيپلوماټیکي اړیکې به پالي، خو له چا سره؟ د توافقنامې د متن له مخې له «نوي افغان اسلامي حکومت» سره!
توافقنامه کې د بریا نقطه په دې کې ده چې متحده ایالتونو یوازې د خپل ځان خوندیتوب پلمه کړی او تضمین کړی، نور يې نو د طالبانو نږدې ټول شرایط ورسره منلي دي، خو د دې تر څنګ مجبوره او مسؤله کړی شوي چې د دوی تر وتلو پورې باید خبره بلکل نهایي شي، مثلاً د زندانیانو په برخه کې ژمنه شوې چې لسو ورځو کې به پنځه زره او په دریو میاشتو کې به ټول زندانیان خوشي کېږي.
د توافقنامې له اصطلاحاتو څه جوتېږي؟
کله چې هم د «د افغانستان اسلامي امارت» یاد شوی مسلسل ورپسې زیاته شوې «متحده ایالتونه يې دو دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني» دا یادونه ځکه کېږي چې امریکا خپل جوړ کړي دولت ته ډاډ ورکوي چې بل دولت نه پېژني، خو کله چې د توافقنامې تشریحاتو ته کوزېږئ، لیدل کېږي چې دا توافق د دوو دولتونو تر منځ شوی، مثلاً امریکا پر طالبانو منلې چې له افغان خاورې به د امریکا پر ضد بل څوک اقدامات نه کوي، بهرنیو جنګیالیو ته به وېزه، پاسپورت، تابعیت، چنده او کوربه توب نه ورکوي، د دې تر څنګ به طالبان خپلو افرادو ته «لارښوونه» کوي چې له بهرنیو جنګیالیو سره اړیکه ونه لري، دا ډ ول اقدامات او د دې اقداماتو تطبیق او عملي کول له دولت پرته امکان نه لري، دا غیر مستقیم پر دې اعتراف دی چې امریکا طالبان د «اسلامي امارت دولت» په حیث نه پېژني، خو د طالبانو دولت پېژني، ځکه خو يې پخپله یادونه کې طالبانو ته د «ډلې» خطاب نه دی کړی، دا دلیل د توافقنامې په یوه بله ماده لا غښتلی کېږي، چې امریکا دا مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې «نوی افغان اسلامي حکومت» رامنځته کړل شي او دا حکومت به د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې رامنځته کېږي، د درېیمې برخې په دویمه ماده کې راځي:
«متحده ایالتونه او د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې يېژني، یو له بل سره مثبتې اړيکې غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړ جاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت تر منځ اړیکې مثبتې وي.»
له دې اصطلاح څو مفهومه اخییستل کېدای شي:
الف: اوسنی حکومت نه افغان دی او نه هم اسلامي، ځکه خو یو بل بدیل ته اړتیا لیدل کېږي.
ب: اوسنی حکومت افغان هم دی او اسلامي هم، خو «نوي» افغانیت او اسلاميت ته يې اړتیا ده.
ج: دا حکومت «امارت» نه دی، ځکه امارت په محدوده جغرافیه کې نه شي را ایسارېدلی، ځکه خو ورسره د «افغان» مختاړی حتمي شوی دی.
د: دا اصطلاح د امریکا او طالبانو تر منځ د دې هوکړې اظهار کوي چې اوسنی حکومت باید له منځه یووړل شي، خو د نظام د نوعیت بحث بین الافغاني خبرو ته پاتې شوی ښکاري، ځکه دلته ورته اشاره شوې نه ده.
ه: امریکا د دې حکومت په جوړولو کې همکار او مسؤله ده او ان ژمنه يې کړې چې طالبان او دوی دواړه هیله لري چې له نوي افغان اسلامي حکومت سره به يې اړیکې مثبتې وې.
و: له نوي افغان حکومت سره د اړیکو د مثبتوالي هیله کې اړخونه «طالبان او امریکا» یاد شوي، چې دلته هم دې ته اشاره ده چې طالب به حاکم وي!
ز: سره له دې چې امریکا پرلپسې د حکومت او نظام نوعیت داخلي موضوع بللې، خو دلته يې له طالبانو سره روښانه کړې او مستقیماً يې دا ټټر ورته وهلی چې اوسنی حکومت د دوی جز او په بدلولو کې يې ستونزه نه لري.
پر خپلواکۍ او بلواکۍ اعتراف!
د توافقنامې د لومړۍ برخې د درېیمې حصې په پنځم جز کې راغلي:
«متحده ایالتونه او متحدین به يې د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به يې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.»
له دې جملې څو پایلې را ایستل کېدای شي:
الف: متحده ایالتونه او متحدینو يې نولس کاله د افغانستان ځکمنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي په واک کې اخیستې وه.
ب: د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد يې له ځواک او ګواښ څخه کار اخیستی.
ج: په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه کوله.
د: اعتراف شوی چې دا ټول موارد د خپلواکۍ ضد دي او معنی يې دا راوځي چې افغانستان تر اوسه خپلواک نه و، خو اوس يې خپلواکۍ ته ژمن کېږو.
ه: دا ژمنه دا ثابتوي چې مقابل لوری چې همدا توافقنامه ورسره کېږي، د ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکي او په کورنیو چارو کې پوره واکدار او حاکم اړخ دی یا هم کېدونکی دی.
د خپلواکۍ همدا ټینګار د درېیمې برخې په درېیمه ماده کې هم شوی دی چې متحده ایالتونه به له نوي افغان اسلامي حکومت سره اقتصادي مرستې کوي خو په کورنیو چارو کې به يې لاسوهنه نه کوي.
د دې توافقنامې د تطبیق لپاره تضمین شته؟
دا توافقنامه چې له لویه سره د امریکا پر ماتې اعتراف او پخپلو ټولو تېرو نولسو کلونو د چلیپا ایستل دي، د تطبیق لپاره ځینې اندېښنې را پیدا کېدلی شي، خو دا اندېښنې یوازې لسو ورځو کې یا په واقعیتونو بدلېدلی شي یا هم ورکېږي، ځکه په روانو لسو ورځو کې د زندانیانو ازادي او د بین الافغاني خبرو اترو پیل د دې توافقنامې د لومړۍ برخې لومړني اقدامات دي، د دې تر څنګ د توافقنامې د پوره تطبیق یو ازمایښتي دور هم بلل کېدای شي، دا چې وخت لږ اېښودل شوی نو باور لا پخېږي چې ښايي د توافقنامې په تطبیق کې بدعهدي ونه شي.
د دې تر څنګ د توافقنامې د لاسلیک پر مهال د شاوخوا دېرشو هېوادونو د چارواکو او استازیو ګډون د یو ډول تضمین یا حد اقل شهادت علت کېدلی شي چې له توافقنامې سرغړونکي اړخ ته د ملامتۍ ګوته نیولی شي، پر دې سربېره طالبانو د دې توافقنامې د تایید او رسمیت مسؤلیت هم پر امریکا ور اچولی، د درېیمې برخې په لومړۍ ماده کې راځي:
«متحده ایالتونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دې توافقنامې په رسمیت پېژندلو او تایید غوښتنه کوي.»
دا جمله له ځان سرو څو اندېښنې هم لرلی شي:
الف: په ماده کې د امنیت شورا له خوا د تایید او رسمیت دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی!
ب: د تایید او رسمیت حد یوازې د غوښتنې تر بریده دی، چې ردېدلی او تایدېدلی شي.
ج: که دا تایید او رسمیت وځنډول شي، د توافقنامې پر نورو مادو مستقیم اغېز لري او ښايي د امریکا لپاره د بدعهدۍ زمینه برابره کړي.
د: یوه خوشبیني هم ورته کېدلی شي، دا چې پخپله امریکا په امنیت شورا کې د ویټو حق هم لري او که یوازې د وروستۍ لسیزې ځینو پېښو ته وګورو، نو امنیت شورا د امریکا د غوښتنې خلاف کار نه شي کولی؛ نو خبره د امریکا تر صداقت او ټګۍ پورې محدودېدلی شي.
اوسنی حکومت په کومه خوا؟
کله چې په کابل کې د ټاکنو پایلې ځنډنۍ شوې دا باور غښتلی شو چې د پردې تر شا د طالبانو او امریکا خبرې اترې بریالۍ روانې دي او یوې پایلې ته رسېدلې دي، دې پایلو دا پیغام له ځان سره درلود چې اوسنی حکومت له منځه تلونکی دی، خو ناببره د ټاکنو یو اړخیزې پایلې اعلان شوې، چې له ځان سره يې د حکومت په داخل کې توند غبرګونونه درلودل، مګر محمد اشرف غني ولې دا بېړه وکړه؟
تېره پنجشنبه د کب اتمه د لوړې مراسمو ورځ ټاکل شوې وه، خو امریکا خبره تر پردې را ښکاره او مستقیماً يې رسنیز غږ پرې وکړه چې دا مراسم وځنډوه، خو د کب تر نولسمې؛ زما پر باور دا دی امریکا او پخپله محمد اشرف غني غواړي په روانه پروسه کې د پوره ګوښه توب غچ واخلي او یو امیتاز په ګوتو ورشي، چې دا امتیاز به یوازې د تبلیغاتو تر حده محدود وي، پر دې معنی چې پلویان به يې د لوړې مراسمو ځنډول هم د «سولې» لپاره قرباني وبولي او کله چې «نوی افغان سلامي حکومت» رامنځته کېږي دی به تر چوکۍ ورته تېر کړل شي، چې پلویان به يې شور ګډ کړي چې دا دی چوکۍ يې هم د سولې او هېواد لپاره قربان کړه!
خو د کب نولسمه؛ ښايي یو بل بدلون وي، ځکه د کب تر نولسمې باید له دواړو خواوو شپږ زره زندانیان ازاد او په شلمه بین الافغاني مذاکرات پیل شي، ښايي پر همدې ورځ محمد اشرف غني لوړه هم وکړي او عبدالله عبدالله به جبراً لکه تېره ورځ؛ د هغه مراسمو ته راوستل شي، خو دا هم لرې نه ده چې امریکا دا امتیاز پرې زیات وبولي او غږ پرې وکړي چې اوس يې وخت نه دی ځکه دا دي بین الافغاني خبرې روانې دي او د دې خبرو په پایله کې له توافقنامې سره سم «نوی افغان اسلامي حکومت» رامنځته کېږي.
له بهرنیانو وروسته افغانستان!
طالبانو د اخترونو، د عملیاتو د پیل او ځینو نورو ځانګړو ورځو او مناسبتونو اړوند خپرو کړو اعلامیو کې پرلپسې ټینګار کړی چې د واک انحصار نه غواړي او یو «ټولشموله حکومت» غواړي، همدا اصطلاح څو ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد هم وکاروله او ښکاري چې دواړه اړخونه سره پرې توافق ته رسېدلي دي او ښه خبره هم همدا ده چې په راتلونکي نظام کې د هېواد ټول قشرونه د اهلیت پر اساس ونډه ولري، د داسې عدل پر وړاندې به یوازې ظالم د مخالفت غږ پورته کوي، ځکه ناممکنه ده چې د مخالفت لپاره دې معقول دلیل ولري.
تر ټولو حساسه موضوع په هېواد کې د افغان کلتور پر وړاندې روان مخالفتونه او د ښځينهو د کار او فعالیت موضوعګانې دي، ښايي طالبان د رسنیو په خپرونو د سمون او د ښځینهو د کار لپاره مناسب چاپیریال برابرولو کې هڅه وکړي خو مخالفت يې تر اوسه په هیڅ وینا کې نه دی لیدل شوی.
تېره ورځ مې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد صاحب یوه مرکه واورېده چې مهمه نقطه پکې همدا وه، چې د عادلې محکمې په شتون کې به هر څوک دا حق ولري چې په روانو نولسو کلونو کې د دواړو لوریو له خوا د ورسره شوي کوم وحشت غږ پورته کړي، خو د دوی له اړخه عمومي بښنه ده!
هغوی چې د جګړې د یو بل اړخ خونړۍ پېښې په خواله رسنیو کې خپروي په لوی لاس غواړي دا جګړه په عقده بدله کړي چې جوړ جاړي ته لار جوړه نه شي، کورنۍ جګړه ونښلې او د دوی چې په جګړه کې ګټې نغښتې جېبونه له تشېدو وساتل شي، دوی محدود، لږ او پردي دي ځکه خو لومړی باید قناعت ورکړل شي، کنه پرې چوپتیا يې لوی ځواب دی.
پایله!
که همدا موافقتنامه په بریا سره تطبقېږي نو د یو عادل نظام او اباد افغانستان توقع ترې کېدلی شي، خو د هغوی چې په لاس کې يې د جومات منبر، د راډیو مایک او یا هم قلم دی دا مسؤلیت جوړېږي چې د ذهنیت سازۍ لپاره کار وکړي، دا هېواد د څو افرادو نه دی، دا ملت یو ځل بیا د دې جوګه کېدای شي چې د امت رهبري وکړي! ان شاءالله
۱۳۹۸/۱۲/۱۱