افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ د سولې د وروستیو ګامونو د عملي کولو په اړه له اشرف غني سره خبرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې او د سولې د وروستیو ګامونو د عملي کولو په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «په دغه ټلیفوني تماس کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس د افغانستان د سولې په اړه د تېرې ورځې پر تحول د خوښۍ څرګندولو پر مهال، جمهوررئیس غني ته د خپلې مبارکۍ مراتب څرګند کړل.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «جمهوررئیس ټرامپ وویل، په افغانستان کې د سولې پروسې د وروستیو ګامونو د عملي کولو په خاطر د جمهوررئیس غني پر رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پر ظرفیت باور لري.»

ټرمپ وروسته له هغه له اشرف غني سره د سولې د وروستیو ګامونو د عملي کېدو په اړه غږېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته تېره ورځ «اشرف غني» د پنځه زره طالب زندانیانو له خلاصون انکار وکړ او هغه یې د کابل حکومت صلاحیت وباله.

د طالبانو او امریکا د توافقنامې په بنسټ، به په لومړیو لسو ورځو کې پنځه زره طالب او زر تنه حکومت پلوه بندیان ازادېږي او تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x