افغانستانسولې اړوند خبرونه

پومپيو: د طالب بنديانو خلاصولو په اړه ګډ کار کوو، ځیني هسې د رسنیو د پام را اړولو په هڅه کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل):  د امریکا د متحده ایالاتو د باندینیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه له ټولو افغان جهتونو سره کار کوي.

پمپیو دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره ورځ د ګډ حکومت مشر «اشرف غني»  د طالب زندانیانو د نه خلاصون ګواښ وکړ او یاده یې کړه، چې دا د امریکا نه بلکې د افغان حکومت صلاحیت دی.

پمپيو تېره ورځ له «ایس بي ایس» تلویزون سره د خبرو په مهال  د اشرف غني دې ګواښونو ته په خندا ځواب ووایه، نوموړي وویل « موږ د طالب زندانیانو په اړه له افغان حکومت، سیاسیونو او نورو ټولو افغان جهتونو سره ګډ کار کوو، تر دې وړاندې هم دا کار شوی او زندانیان خوشي شوي، ځیني خلګ هسې د رسنیو د پام راګرځولو او هلته د وخت اخستلو په برخه کې په رقابت دي »

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا د توافقنامې په بنسټ، باید د باور د فضاء د جوړولو په موخه له بین الافغاني مذاکرتو وړاندې پنځه زره طالب زندانیان او زر تنه حکومتي بندیان خلاص کړل شي؛ خو اشرف غني وایي، د بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پېش شرط په حیث وضع کېدای نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
اشرف غني صاحب هيله ده ، چي خپل د تفکرئ د لقب فکر په کار واچوې ، او په راتلونکي کي لوړ پرواز ونکړې . که نه وزري به دي لولپه سي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x