افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: د زندانیانو خلاصون منطقي ګام دی، په بین الافغاني مذاکراتو کې ځنډ د افغانانو هیلې مړاوې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، د زندانیانو خلاصون یوه منطقي پرېکړه وه او د افغان سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره باید دا کار وشي.

قریشي  دغه څرګندونې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک له مراسمو څخه تر راګرځېدلو وروسته، په پاکستان کې خبریالانو ته وکړې، نوموړي وویل « له پمپیو مې وغوښتل، چې د افغان سولې په پروسه خپل مثبت نظر وساتي څو د بندیانو د خلاصون په ګډون ټول هغه کارونه ممکن شي، چې په توافقنامه کې ورباندې هوکړه شوې.»

د نوموړي په خبره، د زندانیانو خلاصون یو منطقي او د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره یو اړین ګام وو.

د قریشي په خبره « د غیر اړینو وجوهاتو له امله باید د بین الافغاني مذاکراتو پروسه ونه ځنډول شي او نه هم په دې کار سره د افغانانو هیلې او امیدونه مړاوې شي.»

قریشي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ «اشرف غني» د طالب زندانیانو له خلاصون انکار وکړ او هغه یې د کابل حکومت صلاحیت وباله.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د باندینیو چارو وزیر «مایک پمپیو» دا ډول څرګندونې هسې د رسنیو د پام را اړولو هڅه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین

طالب افغانستا په پنجاب پلورلی دی او داحقیقت دی ځکه ددی تړون اصل متن افغانانو ته ندی ښکاره شوی ، هغه متن دپنجاب او امریکی سره دی تیره ورځ یی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دسری متن په اړه خبریالانو ته واضح کړه چی یواځی امریکایی سناتوران یی لیدلی شی

مجاهد

هو اغزن تار د طالب مجاهدینو د حکومت دوره کی تیر شو ؟؟؟؟؟ هر څه چه وایی هعقلی او منطقی څه خو لیکه

ترين

نه پوهيږم چې پاکستان ولې دومره دلچسپى لرى؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x