افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته تياری نيسي، خو کابل حکومت لا هم پلاوی نه دی تيار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي وايي، د بین الافغاني خبرو لپاره په تياري بوخت دي.

ناروې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د بین الافغاني خبرو د کوربه توب لپاره چمتو دي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا خبرې به چېرته پيل شي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، تر اوسه د نظام جوړښت په اړه څه نه شي ویلی او په دې اړه به ټولې خبرې د بین الافغاني خبرو په مېز وشي.

ښاغلي ستانکزي او د قطر دفتر غړي ملا خيرالله خيرخوا ويلي، دوی د بین الافغاني خبرو لپاره په تياري بوخت دي.

د سياسي دفتر دواړه غړي وايي، د بین الافغاني خبرو پر مېز، چې د نظام جوړولو په اړه هره پرېکړه وشوه، دوی به يې ومني.

د کابل حکومت هم ويلي، له طالبانو سره د خبرو لپاره تياری کوي، خو تر اوسه د پلاوي په جوړولو نه دي توانېدلي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، جرمني، سعودي، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو د امريکا او طالبانو تړون د سولې او ثبات پر لور لومړنی ګام بللی او ټينګار يې کړی، چې ټول لوري دې د پوځي فکر پر ځای د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

طالبانو سره مذاکرات پکار ندی. اشرف غنی د دا ۵۰۰۰ طالبان رشید دوستم ته وسپاری چی د لیلی دشتی ته یی یوسی یو چکر ورکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x