د سولې څارنظــر

مجاهد اولس ته د دوحې«حديبې» د سولې مبارکي

الحاج استاذ بیانزی

د افغانستان مجاهد اولس او تول مظلوم بشریت ته د دوحی [ د حدیبی ] د سولی د لاسلیک کولو مبارکی وایو!!!

د امریکایانو سره د طالبانو د  دوحی د سولی تړون کټ مټ د مکی قریشو سره د انحضرت او صحابه کرامو د حدیبی د سولی تړون سره ورته والی لری د حدیبی تړون که څه هم په ظاهره د مسلمانانو په ګټه نه معلومیدلو مګر دوه کاله وروسته د مکی فتح او مکه کی د لمړی ځل د پاره د الهی نظام د قایمولو سبب شو په دوحه کی د امریکایانو سره د طالبانو د سولی تړون  چه له مخی به یی اشغلګر له هیواده ټول ووځی، زمونږ خلک به نور نه وژنی، د زمکی لاندی او باندی زیرمی به مو نور نه لوټ کوی، نه به زمونږ له خاوری د نشه توکو نړیوال مارکیت او نه به زمونږ له هیواده د ممنوعه وسلو او بمو کارولو لابراتوار جوړوی چه افغانان به یی لایتناهی کلونه بیه پری کوی.

د اسلامی امارت د خپلواکی دا تړون د کابل د غلامی اداری د غلامی د هغه تړون سره په مخالف قطب کی قرار لری چه په ( غلام کرزی ) یی نیمه شپه او ( غلام غنی ) یی د غلامی دندی په دوهمه ورځ لاسلیک شو د غلامی په هغه تړون کی  اشغلګرو ته په هیواد کی د لایتناهی کلونو د پاره د پاتی کیدو او زمونږ د مظلوم اولس د وژنو بلنه او قانونیت ورکړی شوی، حتی قضایی مصونیت هم پکی ورکړی شوی وو یعنی څه چه اشغلګر تر سره کوی ترسره کولای شی د لوړپوړو چارواکو په کورو کی دننه ( چه اشغلګر یی څارنه او ساتنه کوی) اشغلګر عسکر هر څه ترسره کولای شی، چارواکی بیچاره د قضایی مصونیت لرلو له امله د مقاومت څه چه د شکایت حق هم نه لری.

د دوحی د خپلواکی دا تړون بیا د مجاهدینو د ۱۹ کلو د جهاد نتیجه او مجاهدینو د وینو بیه ده د خپلواکی په دی تړون کی به اشغلګر له هیواده د ګیدړانو په شان ووځی نور به زمونږ خلک نه وژل کیږی او نه به مو میرمنی بیعفته کیږی د کرزی او غنی په تړونو مو غلامی او د طالبانو په دی تړون مو خپلواکی ترلاسه او د خلکو عزت ، عفت او حرمت مو خوندی شو، مونږ له هغو خیراتو نور وژغورل شو چه د ګوټو په شمار غلامانو ته هدیه کیدل او شپږ میلونه زاړه، ځوانان، میرمنی او کوچنیان مو په نشه توکو روږد نیم مړه او نیم ژوندی او د نورو د اوږو بار جوړ شوی.

مونږ خپلواکی ترلاسه کړه مګر زمونږ خپلواکی د نورو هیوادو له خپلواکیو سره توپیر په دی لری چه نورو یواځی د خپلو هیوادو د پاره ازادی تر لاسه او مونږ د نورو د پاره هم خپلواکی ترلاسه کړی، پرون مو د شرقی اروپا او مرکزی اسیا هیوادو خپلواکی مونږ ترلاسه او د برلین هغه دیوال مو ونړاوو چه نن یی په بیه کی جرمنیان او پولنډیان مونږ وژنی حتی روسانو ته مو له کمونیزم خپلواکی ترلاسه، نوم او نشان یی بدل شو. دا ځل به هم اشغلګر د پرونو اشغلګرو د برخه لیک سره مخ او مظلوم بشریت به یی له استثمار او استعمار څخه ژغورل کیږی.

د افغانانو خپلواکی د افغانانو د پاره په ځانګړی ډول مګر د اسلامی نړی او مظلوم بشریت د پاره په عمومی ډول ډیر ارزښت لری. حیرانونکی وه چه یو ګروپ مجاهدین د نړی د یکتاز ابرقدرت سره څه کم دوه لسیزی په پوره بریالیتوب وجنګیږی له داسی ابرقدرت چه د نړی یو هیواد هم ورسره د مخامخ کیدو وړتیا او پیاوړتیا نه لری او ۵۰ نور پرمختللی هیوادونه هم ورسره ملتیا ولری.

د دوحی د سولی ( خپلواکی ) تړون لاسلیک کول د خالق لایزال له خوا د افغان مجاهد اولس د پاره بله لویه ازموینه وه مګر مجاهد مجاهد اولس ته یی هغه وړتیا او پیاوړتیا په برخه کړه چه په دغه لویه ازموینه کی بریا ترلاسه او په بیه کی یی د الله ج رضا او خپلواکی ترلاسه کړه د مجاهدینو د بریا لمړی  دلیل دا هم وو چه نیت یی پاک او لمړی هدف یی د خالق لایزال رضا ترلاسه کول او د الهی نظام قایمول وواو بیا د مظلوم اولس له ناموس، خاوری او خپلواکی څخه دفاع وه چه په الهی نصرت او استشهادی مټو او وینو په زور ترلاسه شوه.

حدیث شریف دی فرمایی، چه تر ټولو لوی جهاد د نفس مقابل کی جهاد دی.د روسی اشغال وخت کی الله ج افغانانو ته په روسانو بریا ورکړه، مګر رهبران یی د نفس ( ډالرو ) مقابل جهاد کی د ماتو سره مخ شو جهاد یی امریکایانو ته  په بیلونو ډالرو وپلورلو او هغوی ورباندی د یو ملی یا اسلامی نوم په ځای [ د سوړ جنګ، جنګ سرد یا کولد وار] نوم کیښود یعنی د روسانو او امریکایانو ترمنځ هغه نیابتی جګړه چه افغانان پکی د دواړو له خوا استخدام شوی وو، خپلمنځی جنګونه یی پری ترسره او بلاخره په دوهم اشغال کی د اشغلګرو سره ملګری او لوړپوړی چارواکی شول له یوه کافر سره وجنګیدل او د بل سره ملګری شول مجاهدینو ته یی کفار او کفارو ته یی مجاهدین وویل .

د جهاد، مجاهدینو او الهی نظام بدنامولو د پاره  امریکایانو له روسانو کمونستان په لاس اړونه یی د شمال اخوانیان او کمونستان په یوه او د جنوب اخوانیان او کمونستان یی په بله جبهه یا سنګر کی یو د بل په ضد کینول او خپلو کی یی د سپو په شان وجنګول چه هیوادوال تری د روسانو تر وحشت هم زیات متضرر شول یوه لسیزه یی دوام وکړو تر دی چه الله ج مونږ ته د طالب په نوم نوی مجاهدین هدیه کړل طالبانو د هیواد پنځه نوی سلنه خاوره د الهی شریعت لاندی راوستله، سرتاسری امنیت پلی، جنګسالاران  غلامان یی د پنجشیر وادی کی محاصره کړل چه الهی محاکمو ته یی د حساب کتاب د پاره مخکی کړی او داسی نور د پام وړ بنیادی بدلونونه ترسره شول کوم چه د امریکایانو او روسانو د استعماری موخو خلاف وو.

د همدی امله امریکایانو د سپټمبر یوولسمه فاجعه جوړه او په غچ اخستنه یی د اسلامی نړی په ضد د صلیبی جنګ اعلان وکړو نړیوالو ته یی وویل [ چه زما سره او یا زما دشمن یاست ] لمړی یی زمونږ په هیواد او بیا  په عراق ناروا حمله  وکړه، په ډیر وحشت یی دواړه هیوادونه اشغال کړل، هماغه محاصره جنګسالاران غلامان یی د  ناوړی، فاسدی او غلامی اداری چارواکی او بیلونران کړل او د هیواد د زمکی لاندی او باندی زیرمو په لوټولو یی شروع وکړه.

د جهادی رهبرانو په لرلو له دی امله خوشاله وو چه د ناره تکبیر ضد وسله هم ور سره ده تر هغی به د هیواد کنترول په لاس کی لری چه ټولی زیرمی یی ختمی کړی بیغمه او بی پروا شول، عراق ته یی مخه کړه له همدغه حالاتو طالبانو  فرصت ترلاسه بیا منسجم او د اشغلګرو په ضد یی د جهاد مورچلی بیا ګرمی کړی، د لمړی ځل د پاره یی د اشغګرو په ضد له استشهادی بریدونه پيل کړل استشهادی بریدو ډیر موثریت درلود اشغلګر یی هر چیری او هر څای کی چه وو پیدا کول او له منځه وړل کله چه بوش د استشهادی بریدو کمیت او کیفیت احساس کړو، ناهیلی شو ویی ویل چه استشهادی بریدونه مو نه وو پیش بینی کړی.

د اسلامی امارت ټولو مشرانو او کشرانو په ګډه استشهادی بریدونو ته میاشتی او کلونه څارل  چه د الله ج سره د ژر ملاقات  د پاره دشمن ته په هر ځای او هر وخت کی ملا ماتوونکی ګدارونه ورکړی. استشهادی بریدونه هغه متعارضه او موثزه وسله وه چه د امریکایی اشغلګرو سره یی ضد نه وو لکه روسانو چه د [ ناره تکبیر ] ضد نه درلود.

جورج بوش د اشغال په هماغه اولو څو کلو کی د خپلی ناکامی د پوښولو او مشرانو دغصی کمولو د پاره وویل چه [ مونږ د دی جګړی د بریا د پاره یی تر اخری کچی ټولی وسلی او وسیلی تیاری کړی او په کار اچولی وی په میلونو ښه روزل شوی عسکر لرو د بیرحمی زیږولو دپاره ورته کنترول نشه توکی ورکوو، تخمین مو کولو چه طالبان به څو اونیو یا څو میاشتو کی محوه او مهار کړو او له هغه وروسته به نړیوال حکومت تاسیس او یا د زمکی خدایی اعلانوو له خپل ټول  اخری دهشت او وحشت مو کار واخست مګر استشهادی بریدو زمونږ ټول پلانونه او کاته را خرابه کړه  دا ځکه چه د استشهادی بریدو ضد اسلحه مونږ نه لرو.

امریکایانو ۱۹ کاله دخپل غرور او وحشت پوره تجربه او ننداره وکړه چه نورلس به شل کړی مګر شل یی نکړی شول او د جنګی بندبست سره مخ شول د هغو ناروا موخو د پاره چه راغلی وو د ماتو او ناکامیو سره غیږ په غیږ شول. د طالبانو سره یی د مذاکراتو د پاره جبرا منت زاری او واسطی شروع کړی د ادرس معلومولو د پاره یی ورته  قطر کی دفتر پرانست خلیلزاد یی د خبرو کولو د پاره ورته مسول وټاکلو، طالب مشرانو یی منت زاری او واسطی ومنلی مذاکرات شروع او لس میاشتی یی دوام وکړو مګر د حیرانتیا وړ ترمپ د کوچنی ماشوم یا کم عقل لیونی په شان ټول توافقات د یو امریکایی عسکر په  وژلو په یوه لغته ووهل او خپله بی ثباتی او کمعقلی یی نړیوالو ته په ډاګه او له اخری دهشت او وحشت یی کار واخست مګر د ګټی په ځای یی تاوان ورته وکړو، دا چه ترمپ هغه توافقات ناڅابه لغوه کړل ولی؟

ځواب : امریکایان له اوله په مذاکراتو کی رشتونی نه وو هڅه یی لرله چه طالبانو باندی هغه څه لاسلیک کړی چه دوی په ۱۹ کلو جنګ کی یی نه وو ترلاسه کړی او عمده مورد د کابل د غلامی ااداری سره د مذاکراتو پیلول وو یعنی د غلامی اداری په رسمیت پیژندلو هڅی وی چه له مخی به یی اشغال هم مشروعیت تر لاسه او طالبان به اشرار وپیژندل شی، نو د دی کار د پاره یی دوحه کی خبری تر یوکال وغځولی که وکولای شی طالبان د کلبدین په شان په بیه واخلی مګر طالبان د خرڅ د پاره نه وو، نو ځکه یی توافقات ملغا اعلان او خبل وحشنت یی څو ځلی زیات کړو دا کار د ډیرو بی ګناه او بیدفاع افغانانو د شهادت سبب شو مګر طالبان د دی په ځای چه وډاریږی لا یی د هیواد زیاته خاوره خپله او دکابل غلامان او باداران  یی له هری خوا محاصره کی راوستل.

امریکا بیا په  ننواتو شوه او طالب مشرانو سره یی د نوی باور زیږولو د پاره  د انس حقانی او دوه نورو بندیانو په خوشی کولویی دوحه کی د دوهم ځل د پاره د روغی جوړی خبری پیل او له تبادلی وروسته یی د طالبانو د وړتیا، وحدت ، اطاعت او پیاوړتیا معلومولو د پاره د یوی اونی د اور په کمولو یی طالبان وازموول، د الله ج  په نصرت طالبان تر توقعاتو هم زیاته بریا ترلاسه او د پوره وحدت ، وړتیا، وړتیا او اطاعت ننداره یی  نړیوالو ته تمثیل کړه امریکایان، ناټو او غلامان یی لاپسی وډارول چه د طالبانو سره جنګ کول د غرونو سره ډغری او د  اوسپنو نینو چیجل دی ښه  به دا وی چه د دشمنی په ځای ورسره دوستی شروع او له دوستی یی ګټه پورته کړو.

له نیکه مرغه جیرا یی دوحه کی د طالب مشرانو سره د روغی جوړی توافق شوی تړون په ( ۲/۲۹/۲۰۲۰ ) لاسلیک  کړو چه د چین او روسیی په ګډون د ۳۰ هیوادو خارجه وزیرانو او داسی نورو معتبرو موسساتو او رسنیو په کی ګډون درلود چه د مشخص محال ویش له مخی به خپل ټول فوڅونه زمونږ له هیواده باسی او مونږ تری خپلواکی ترلاسه کړه، چه ټولو ته یی بیا او بیا مبارکی وایو.

د اسلام سپیڅلی دین د سولی، سیاست او د خپلواکی دین دی مسلمانان که مسلمانان وی د چا غلامی نه شی منلی د نورو غلامی شرک دی په عملی بڼه کی د انکار معنی لری د توحید په کلیمه کی مونږ مسلمانانو ته د خپلواکی درس راکړی شوی چه له الله ج  غیره به چاته سر نه ټیټوو.

خپله د امریکا جمهور ریس ( ډونالډ ټرمپ ) په نیو ډهلی کی تر یو بیلون زیاتو خلکو ته په ډاګه اعتراف وکړو چه:

[[ طالبان  ډیر مظبوط یا ( تفف ) او امریکایان هم ( تفف ) خلک دی ]] مګر دا یی له شرمه ونه ویله چه اخر امریکا او که طالبان تفف یا صفر شول ، شکاره ده چه امریکا صفر او طالبان تففر( مظبوط ) شول .

افغانانو یو ځل بیا د پرون په شان د انګریزی یهودی نړیوال استعمار ملا ور ماته او زمونږ هیواد ته یی د لویو قدرتو د هدیری ویاړنه بیا ترلاسه کړه. ټولو مسلمانو، اسلامی نړی او مظوم بشریت ته د دی ستری بریا مبارکی وایو الله ج دی وکړی چه مونږ دا طلایی مدال تل تر تله وساتلی شو.

سربیره پر دی د امریکا د بارنی چارو وزیر ( پمپیو ) په خپلو خبرو کی وویل چه مونږ د افغانستان د مجاهد اولس سره [[ چه هیواد یی د لویو قدرتو هدیره ده ]] نور نه جنګیږږ یعنی نور نه شو جنګیدلی.

همدارنګه د امریکا لوی درستیز د امریکا کانګرس ته په یوه استماعیه غونډه کی وویل:

(( چه مونږ نه شو کولای طالبانو ته ماتی ورکړو خو طالبان هم نه شی کولای چه د کابل غلامی اداری ته ماتی  ورکړی )) وروستی پساوند یی د غلامی اداری د مورال د رالویدو د  مخنیوی له امله ویلی. چه طالبانو د کابل باداران او غلامان په ګډه مات کړل نو غلامان  یواځی ولی نه شی ماتولی؟

په همدی ډول نورو امریکایی او اروپایی رسنیو، تلویزونو او مشرانو یی وخت په وخت د طالب مجاهدینو د بریاوو په اړه  ورته اعترافونه کړی او کوی او نور نړیوال او  مظلوم بشریت خو له ډیری حیرانتیا او ډیری هیله
مندی ورته په غاشو کی ګوتی نیولی دی.

ستاسی به په یاد وی چه د روسانو د ناروا اشعال په اړه ملګرو ملتوکی د ټولو هیوادو مشرانو خبری کولی د انګریزانو نماینده وویل چه روسانو باید له اشغال دمخه له انګریزانو پوښتلی وی دانګریزانو په مستعمرو کی لمړ نه ډوبیدلو مګر په پرله پسی ډول څو ځلی د افغان مجاهدینو له خوا د داسی شرمیدلی ماتو سره مخ شول چه هغه ماتو نه یواځی د هند له لوی وچی بلکه له ټولو مستعمرو یی لاس په سر کړل. د حیرانتیا وړ ده چه روسانو ته یی د افغانستان د میړانی تاریخ وریادولو او خپله تری هیر وو و لی؟

ځکه چه دا ځل  دانګریزانو سره امریکا، عربی او غربی او د ټولی  نړۍ غلامانو او بادارانو په خوښه یا ناخوشه ملتیا  لرله او د یوویشتمی پیړی د ټولوژنو په کمپیوتری وسلو او وسیلو تر سپږمو سنبال وو او غلامی نړۍ ورسره په تبلیغاتی، لوژیستکی او استخباراتی چارو کی هم لاس اړونه لرله لږ ترلږه مخالف یی نه وو چه په ضد یی نړیوالو ته حقایق په ډاګه کړی، د دی کار د پاره یی څو پیړی ډیره سرمایه ګذاری کړی وه.

نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره دا مناسب فرصت او ښه چانس ګڼلو او د هغو غربی او عربی  غلامانو او بادارانو په اشر یی غوښتلو چه طالب مجاهدین محوه یا مهار کړی شی، طالب مشران او کشران په اوایلو کی د مظلوم اولس د ځورونو او وژنو د مخنیوی د پاره له جنګه لاس په سر شول مګر جورج بوش په ارامه پری نه ښودل او د هغوی پسی یی جدی پلټنی پیل کړی ویل به یی چه مونږ په اونیو کی طالبان محوه او مهاروو، د طالبانو سره د روغی جوړی د پاره مذاکرات د هغوی په رسمیت پیژندنه ده
هغه خواره واره او کمزوری طالبان بیا سره منسجم او د کورونو په ځای مورچلو کی کیناستل خالق لایزال ځانګړی وړتیا او پیاوړتیا ور په برخه کړه او د الله ج په توکل یی یوځل بیا سپیڅلی جهاد پیل کړو چه په ډیر لږ وخت کی د هیواد اتیا سلنه خاوره خپله، د کابل غلامانو او بادارانو ته یی د استشهادی بریدونو په مټ د سر په کوپړیو کی اوبه ورکړی.

تردی چه بلاخره یی په الهی نصرت له ۱۹ کاله سپیڅلی جهاد کولو وروسته یی د خپلواکی ناوی میلمنه کړه او دا یی  نړیوال استعمار او نړیوالو ته په ډاګه کړه چه افغانستان د خرڅ د پاره نه دی او نه د چا غلامی منی افغانان ازاد زیږول شوی ازاد به ژوندی او ازاد به مړه کیږی هیواد یی د لویو قدرتو د هدیری ویاړنه ترلاسه کړی او له الله ج  غیره بل طاغوت ته سر نه ټیټوی، الله ج د کمزورو طالبانو ته په وړتیا او پیاوړتیا ورکولو اشغلګرو ته دا په ګوته او په داګه کړه چه د الهی قدرت په مقابل کی استعماری قدرت هیڅ ارزښت نه لری.

طالبانو ټولو ته ثابته او په ډاګه کړه چه جنګ وسله نه وسله چلونکی کوی، وسله چلونکی د بریاوو دپاره  لوړ مورال ته اړه لری او لوړ مورال د سپیڅلی هدف لرلو سره ملګری وی چه څوک د خپلو حقه حقوقو د د فاع د پاره جنګیږی او په نورو ظلم او تیری نه کوی مونږ او تاسی دا په علنی ډول ولیدله چه نه یی شمیر، نه یی روزنه، نه یی وسلی او نه یی وسیلی د امریکایی شمیر، روزنو ، وسلو اوسیلو سره د مقایسی وړ وو مګر تر اخره یی بریاوی ترلاسه کولی.

د کابل غلامانو او بادارانو به وخت ناوخت به ویل د طالب جنګیالو شمیر شلو زرو ته رسیږی دا به یی هم ویل چه نن مو دومره او دومره او دومره ووژل که هغه ټول حساب شی طالبان به څو ځلی محوه شوی وی او هیڅ مقاومت به شتون نه درلود مګر اوس د طالبانو شمیر شپیته زره یادوی یعنی د محوه کیدو په ځای دری ځله زیات شویدی، له دی هم صرفنظر، د کابل د غلامانو او بادارانو شمیر ( اردو، پولیس، استخباراتی او امنیتی ملیشی او … ) تر میلونو هم اوړی هر ډول بیرحمانه او خطرناکی وسلی او وسیلی هم کاروی د مور او پلار بمو تر کچی یی وکارول مګر د ګټی په ځای یی تاوان ورته وکړو او بیا هم طالب مجاهدینو ته په ډونګو او ننواتو شول د الهی نصرت غیره بل څه دلیل کیدی شی او جبرا یی ورسره  توافقنامه  لاسلیک کړه چه له هیواده به مشخصه محال ویش کی ووځی، یو ځل بیا ټولو مسلمانو او خپلواکو افغانانو ته د دی لویی بریا او خپلواکی  یوځل بیا او بیا مبارکی وایو.

و من الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

مننه إستاد بيانزي صاحب ديره ښکلی لیکنه وه كور دي ودان

الحاج استاذ بیانزی

ډیره مننه احمد صاحب، وایی تور توتان تر تا قربان.
قطر یا دوحه کی د اشغالګرو د شړلو د پاره د امریکایانو سره د طالبانو ( افغانانو ) جوړ جاړی یا توافقنامی لاسلیک کول د خپلواکی تړون وو یعنی امریکایانو په رسمی ډول د افغان مجاهد اولس خپلواکی ومنله او دا هیواد یو ځل بیا د لویو قدرتو د هدیرو ویاړنه ترلاسه کړه په هر افغان فرض دی چه نورو ته مبارکی ووایی

غ.حضرت

د خپل عقل د سلامتیا په هکله باید شک ولرو که دا حقیقت و نه منو چی:
( استعمار او امپریالیزم نورو نړیوالو ته دروغ وائی )
خو
( موږ خپلو ځانو ته دروغ وایو ).

مجاهد

غ حضرت صاحب ډيره مننه ستاسی له پوښتنی سره همغږی او موافق یم مګر پوښتنه دی لاځوابه بریښی زه به یی د ځواب په اړه خپل معلومات درسره شریک کړم پوشتنه: استعمار نړی الو ته دروغ وایی؟ ځواب : هو، شکاره خبره ده چه دروغ وایی، دروغ څه چه دروغ، غلا او دغلی د استعمار هنر،وسله او وسیله ده. له مرمیو زیات ډالر کاروی او ډالر د دروغو، غلام او درغلیو د ترسره کولو د پاره کاروی. کفر کوم کنځل نه دی ( حق پټونی ) ته وایی دجال کوم کنځل نه دی دروغجن ته وایی، حق پټونه د نورو… نور لوستل »

اجمل

دا د پنجابیو معاهده وه له امریکایانو سره د قریشی خو مو اوریدلی دی کنه؟ ما پخوا هم ویل او اوس یی هم وایم چی د توافقنامه به د یوه نوی جنګ شروع وی. دی سولی ته فقط پاکستانیان او طالبان ګډیګی او خوشحالی ورته کوی. دا به کوم اسلامی منطق وی چی کافرو سره ایطلاف وکړه او خپلو خلکو سره جنګ شروع کړه. اوس به د کوی فتوی له رویه جنګ پر مخ بوزی؟ اوس خو تاسو سره جهاد روا ده. ا###.

Mujahid

هغه وخت چه همدغو کافرو تاسی او ستاسی غلام کرزی، غلام غنی او نور غلامان د امریکایانو او اروپایانو په الوتکو او ټانکو سباره د شاه شحاع او کارمل په شان میکپ شوی کابل ته راوړل او همدغه پاکستانیانو مشرف ( بی شرف ) ورسره بدرګه کوله هغه وخت مو ورته د پنجابیانو له امریکایانو سره معاهده نه ویله ځکه هماغو پنجابیانو بیلونران، ریسان ، والیان، جنرالان جوړ کړی او طالبان ( رشتونی افغانان ) یی له واکه لیری کړل یعنی زمونږ خپلواکی په غلامی بدله شوه هغه وخت مو ورته د پنجابیانو معاهده نه ویله هغه وخت چه په… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه،
بیانزی صاحب ته،
دا چه تاسو د حدیبی او قطر دوحه سوله کټ مټ یو قسم بللی ده ،نو زه دا واضح کول غواړم چه،
د حدیبی او د دوحه سوله اسمان او زمکه په شان فرق سره لری،
قطر سوله کی خارجی عسکرو وژل حرام ،او افغانی مسلمان عسکر وژل جایز دی،
او هر څوک چه د قطر سوله د حدیبه سوله یو شان بولی،په ځان باندی ریشخند وهی،

Mujahid

پشتین صاحب ! تاسی ته خو هر هغه ټړون چه د الهی نظام د پیاده کولو د پاره وی مهمه نه ده هغه چیری (حدیبه او که دوحه کی ) وی د خوښی او منلو وړ نه ده اخری بریا د مجاهدینو ده انتم الاعلون ان کنتم مومنین

Mujahid

پشتین صاحب ! سکولر او ایزمیان د دوحی او حدیبی دواړه تړونونه چه د الهی نظام د قایمولو سبب کیږی نه خوښوی ستاسی او د نورو سکولرو د لا زیات معلومات د باره به په لیکنی کی پاتی معلومات وړاندی کړم هغی ته د مهربانی له مخی مراچعه وکړی چه لا زیات قناعت ترلاسه کړی مننه

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x