شعـــــرونه

غزل:ثناءالله معصوم

ثناء الله معصوم

منزل ته خو نژدې یې چې کاروانه درسره وای
رهبر له ستورو مخته تر سهاره درسره وای

فاتحې توتکۍ دې نن نڅیږي په لمن کې
دزړه د کعبې پیر مې چې دَیاره درسره وای

بیا نه دې وای چې وُړ مو تر تاشقند او اُندلسه
کابل پورې بیرغ خو چې جانانه درسره وای

فاتحې وږمې بیا د صباون په څرک کې ښکاري
د روڼ سهار په غیږ کې چې ګلپامه درسره وای

کاروان نیمګړی نه دی خو نیمګړی راته ښکاري
کاروان به پرې کاروان ؤ چې کاروانه درسره وای

دا سپین سالو مې ستا د توغ اثر دی پسر کړی
ډاډه د سپوږمۍ غیږه کې چناره درسره وای

درځم به د لوګر تر غیږې ښکلیه غنم رنګه
معصومه چې په څنګ کې دې بیخاره درسره وای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x