افغانستان

بلخ: ۴۷ دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د بلخ ولايت په څو بيلابيلو ولسواليو کې ۴۷ دولتي عسکرو له خپلو دندو لاس اخيستی او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ ولايت په چمتال، شولګر، زارع، دهدادي او کلدار ولسواليو کې ۴۷ تنه دولتي عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د مجاهد په وينا ياد عسکر د حقايقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او د جلب او جذب مسؤلينو له لوري يې هرکلی شوی دی.

وروسته له هغه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شوې وې چې اوس يوې نتيجې ته رسېدلي؛ ګڼ شمير عسکر، پوليس او اربکيانو وخت په وخت له خپلو دندو لاس اخلي او د طالبانو ليکو ته ورځي.

تر اوسه د بلخ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close