
يوه تاريخي ورځ
نن ټکی اسیا سرلیکنه
زمونږ وياړلی هيواد د حماسه جوړوونکو احداثو په تسلسل کې ډيرې تاريخي ورځې لري.
په هغو کې اته ويشتم د زمري، شپږويشتم د سلواغې او لسم د کب په دريو مغرورو امپراتوريو د بريا برخليک ټاکونکی ورځې دي.
په تيره يوه پيړۍ کې د افغان مسلمان ولس په لاس د انګرېزي او کمونيسټي دوو امپراتوريو شکست په تاريخي لحاظ د تاريخ معجزه وبلل شوه.
خو د يوويشتمې پيړۍ په سرکې د همدي ځوريدلي ولس لخوا د امريکايي اشغال مقابله او د جهاد په زور د هغو پرشاتمبول هغه کارنامه ده چې د شهامت او سرښندنې په قاموس کې ورته بايد نوی نوم ولټول شي.
د کب لسمه د افغانستان په تاريخ کې يو نوی باب پرانيست.
په همدې ورځ د دين او هيواد د مدافعینو اسلامي( اسلامي امارت) او مغرورو امريکايانو ترمنځ د اشغال دخاتمې هوکړه لاسليک شوه.
په سوله ييزه لحاظ به د دې د افغانستان او نړۍ پر ټولو سياسي تعادلاتو اغيز هم هغومره وي لکه پر افغانستان او نړۍ د امريکايي يرغل په څير.
دا هوکړه د اشغال د خاتمې او سولې د ټينګښت په لاره کې لومړنی ګام دی، که يي بعدي مراحل د طرفینو د کړيو ژمنو مطابق پایته ورسيږي اميد شته چې د هيواد څلويښت کلنې ستونزې ته د پای ټکی کيښودل شي.
د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د مذاکراتي بهير د موثريت او پر هغه باندې د خلګو د باور جوړولو لپاره د دواړو لوريو اساسي مسؤليت په هوکړې کې د تر سره کړيو ژمنو عملي کول دی.
ما خو له پخوا ویلی چی دا تړون به د یوه نوی جنګ شروع وی. هغه تړون چی قریشی یی ملابرادر مبارکی ورکوی او هغه یی بیا قریشی څنګه به سولی باعث وګرځی؟ نن یو وار بیا د کندمک ننګینه معاهده امضا شوه خو د دی معاهدی شاته دوه پټ او محرم اسناد هم شته دی چی طالبانو د پردی شاته کافرو سره امضا کړی دی.