افغانستان

د کرونا ویروس وېره؛ پاکستان چمن دروازه او ازبکستان حیرتان پوله وتړله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې پاکستان له افغانستان سره چمن دروازه او ازبکستان حیرتان پوله وتړله.

د پاکستان امنيتي مسؤولينو ويلي، د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې به له نن دوشنبې د مارچ تر نهمې نېټې له افغانستان سره چمن پوله تړلي وي.

پاکستاني چارواکي وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې په چمن پوله هر تلونکی مسافر معاينه کاو، خو سر له ننه يې دروازه وتړله.

د کندهار ولايت چارواکو هم منلې، چې پاکستان پر ډيورنډ فرضي کرښه د چمن دروازه تړلې ده.

هره ورځ نږدې شل زره کسان د چمن دروازې له لارې دواړو لوريو ته تګ راتګ کوي، چې شاوخوا دوه زره يې پاسپورټونه کاروي او پاتې نور يې له پاسپورټو پرته په تذکرو ځي راځي.

بل پلو د بلخ ولايت چارواکي هم وايي، ازبکستان د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې حيرتان پوله د پلي مسافرو او موټرو پر وړاندې تر نامعلومې مودې تړلې او يوازې بار وړونکو اورګاډو ته د تګ راتګ اجازه شته.

د حیرتان بندر يوه مسؤول نورالدين رؤفي ويلي، په ورځني ډول ۲۱۰ تنه له افغانستانه ازبکستان او له هغه لوري ۱۵۰ دېخوا راتلل، چې تر نامعلومې مودې دغه تګ راتګ ځنډول شوی دی.

د رؤفي په وينا ازبک چارواکو دا کار دوی سره له همغږۍ پرته کړی دی.

پاکستان او ازبکستان دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې په هرات ولايت کې د کرونا ويروس يوه پېښه تاييد شوې او پاکستان کې تر اوسه د دغه ويروس څلور پېښې ثبت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x