
پیشګویي د عمر/ زهیب
حافظ محمد قاسم زهیب
څنګه رښتيا شوه هغه کړې پيشګويي د عمر
قربان قربان له کرامت او بزرګي د عمر
امريکا اوس د ليست له سره د ليست پای ته شوله
دنيا حيرانه کړه اخلاص او ملنګي د عمر
خير که منصور غوندي ملګري شهيدان شو ترينه
تر شايه پاته برادر په څير سړي د عمر
دا چې امضا شو د اشغال د خاتمې تړون مو
خدايه نصيب کې په لحد کي خوشالي د عمر
څومره ښايسته دي څومره خوند کړي شيراټن هوټل کي
دا سپين کاليان دا تور پټکيان دا شازلمي د عمر
د زمرو ځاله ده زمري به پکي تل اوسيږي
پر مېنه پاته ملا يعقوب غوندي بچي د عمر
تر څو چي روح زموږ په تن وي د زهيب ملګرو
هميش به وايو تشکر مهرباني د عمر
زهیب صاحب الله ج دی ونازوه ، ښکلی شعر چه ښه قافیه ، وزن او ماهیت لری لیکلی دی ډیر خوندور شعر دی . مګر یوی خبری ته پام رااړوم چه عنوان کی یی څه ناڅه تجدید نظر وکړی د مستقبل د پاره. پیشګوی او پیش پینی زمونږ په عامه اصطلاح کی مروچ شوی غیر ازادی او بی له دی چه ورته فکر وکړو هغه یادوو. مګر پیش پینی او پیش ګویی د الله ج په علم کی ځای لری مخلوق له پیش ګویی او پیش بینییو عاجز دی . حدیث شریف کی راغلی [ یوه ورځ له انحضرت څخه… نور لوستل »