سولې اړوند خبرونهنړۍ

طالبان: د امریکا متحده ایالات ژمن دي، پنځه زره طالب زندانیان خلاص کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت اوسني مشر «اشرف غني» د پنځه زره طالب زندانیانو له خلاصولو نټه وکړه او هغه یې د خپل حکومت صلاحیت وباله؛ طالبانو ویلي، د شوي توافق له مخې، د امریکا متحده ایالات ژمن دي، پنځه زره طالب زندانیان له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې خلاص کړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر باندې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوی توافق د متن یوه برخه خپره کړې او ورسره یې لیکلي «د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د اسلامي امارت د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشي کیدو پروسه د بین الافغاني مذاکراتو له پيل څخه مخکې (د مارچ میاشتې تر لسمې) تکمیل کړي.»

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په شوي توافق کې امریکا ژمنه کړې، چې د باور د فضاء جوړولو په موخه به یاد شوی شمېر زندانیان د افغانانو تر خپلمنځي خبرو وړاندې خلاصوي؛ خو «اشرف غني» بیا وايي، د طالب زندانیانو خلاصول دده د حکومت صلاحیت دی او دا نشي کېدای، چې د بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پېش شرط په توګه وضع شي.

بل لور ته د امریکا د باندنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د غني دې ګواښ ته په خندانه خوله جواب ویلی او غالبا یې غني ته په اشاره ویلي، چې ځیني کسان هسې د رسنیو د پام را جلبولو په رقابت کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x