افغانستان

ورځپاڼه: اشرف غني د بنديانو د خلاصون د مخنيوي توان نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې «دنيا» ورځپانې د کابل حکومت د مشر اشرف غني هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې پنځه زره طالب بنديان نه خوشې کوي.

دنيا ورځپاڼه وايي، اشرف غني د بنديانو خوشې کول سره کرښه بولي او له دې لارې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

خو سرمقاله زياتوي، چې اشرف غني په دې دريځ کې ځکه ناکام ښکاري، چې تر دې وړاندې يې هم د انس حقاني د ازادولو مخالفت سربېره يو شمېر سرې کرښې کش کړې وې، خو د امريکا په غوښتنه له خپلو خبرو تېر شوی او سرو کرښو يې رنګ بایللی دی.

د سرمقالې ليکونکي ويلي، که اشرف غني د بنديانو د ازاديدو د مخالفت په دريځ ټينګ پاتې شي، دا به د کابل حکومت دريځ پياوړی کړي، خو داسې نه ښکاري، چې نوموړی به پر خپل دريځ ټينګ شي.

دنيا ورځپاڼې دا سرمقاله په داسې حال کې خپره کړې، چې طالبان وايي، امريکا ورسره په ليکل شوې مسوده کې ژمنه کړې، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به د باور فضا رامنځته کيږي او پنځه زره طالب بنديان به خوشې کيږي او په مقابل کې به يې طالبان هم زر تنه حکومتي بنديان خوشې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x