افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

حکومتي پلاوی په دوحه کې له طالب استازو سره د اړيکو جوړولو په لټه کې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حکومتي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د اړيکو جوړلولو په لټه کې دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، حکومتي پلاوی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليک وړاندې دوحې ته تللی و، اوس هم هلته دی او د بین الافغاني خبرو د پيلولو لپاره له طالبانو سره د اړيکو جوړولو هڅه کوي.

صديقي ويلي، چې کېدای شي، طالبان د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د بنديانو د خوشې کولو غوښتنه وکړي، خو دا کار ناشونی دی او د بنديانو د خلاصون موضوع بايد د بین الافغاني خبرو پر مېز ياده شي.

نوموړي زیاته کړه: «د دې پلاوي دنده دا ده، چې له طالبانو سره وګوري، د راتلونکو خبرو په اجنډا وغږيږي او پلاوی دا خبرې بيرته حکومت ته راوړي او موږ اوس په تمه يو، چې طالبان ورته څه وايي.»

د صديقي په وينا ايا طالبان اوس هم د بنديانو په خوشې کولو يا بلې موضوع ټينګار کوي؟

ځينې خبريالان وايي، د کابل حکومتي پلاوی به له طالبانو سره خبرې وکړي او د ناستې ډېره اجنډا به د پنځه زره طالب بنديانو او زر تنه حکومتي بنديانو د خوشې په اړه وي.

د رپوټونو له مخې د ملي امنیت شورا مرستيال سالم شاه ابراهیمي، د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، د سولې چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د بهرنیو چارو وزارت استازی فیض الله ذکي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري او د محبسونو د تنظیم عمومي مشر جمشېد توتاخېل د حکومت هغه شپږ کسیز پلاوی دی چې، د بندیانو د خوشې کولو او بین الافغاني خبرو د اجنډا معلومولو په موخه دوحې ته تللی دی .

طالبانو تر اوسه له کابله ورغلي حکومتي پلاوي سره د ليدو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x