
الکلاسیکو: ریال مدرید برسلونا لوبډلې ته په څلورو کالونو کې لومړۍ ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د اسپانوي لیګ د دوه غښتلو لوبډلو (ریال مدرید او برسلونا) ترمنځ تیره شپه د الکلاسیکو سیالۍ ترسره شوه چې ریال مدرید سیال لوبډلې ته په ۲-۰ ماتې ورکړه.
دا په تیرو څلورو کلونو کې لومړی وار دی چې ریال مدرید لوبډله په الکلاسیکو سیالۍ کې برسلونا ته ماتې ورکوي، له دې وړاندې یې د ۲۰۱۶-۱۷م کال سیزن کې ماتې ورکړې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده سیالۍ تیره شپه د ریال مدرید په کوربه توب په سنتیاګو برنابیو لوبغالي کې ترسره شوه.
د لومړۍ نیمایي په پېل کې برسلونا لوبډلې څو چانسونه له لاسه ورکړل خو په دویمه نیمایي کې د ریال مدرید لوبډلې په ۷۱مه دقیقه کې د ۱۹ کلن لوبغاړي جونیر واناسیس لخوا او په ۹۲مه دقیقه کې د ماریانو دیاز لخوا ګولونه ووهل شول، په دې سره ریال مدرید لوبه په ۲-۰ وګټله.
ملخص ثنائية كلاسيكو البيرنبيو و عودة "ريال مدريد" @realmadridarab إلى صدارة #LaLigaSantander 📺🍿💜#ElClásico pic.twitter.com/bhhMH6W3zZ
— LaLiga (@LaLigaArab) March 1, 2020
جونیر وینیسیوس په لالیګا لیګ کې لومړی کم عمره لوبغاړی شو چې په الکلاسیکو سیالۍ کې ګول وهي، هغه دا مهال ۱۹ کاله او ۲۳۳ ورځې عمر لري، له دې وړاندې دغه ریکارډ د میسي پر نوم و چې په ۱۹ کالو او ۲۵۹ ورځو عمر کې یې د الکلاسیکو لومړی ګول وهلی و.
ددې سربېره لیونل میسي د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې د ریال مدرید او برسلونا (الکلاسیکو) زیاتې سیالۍ لوبوي، هغه دا مهال ۴۳ الکلاسیکو سیالۍ ترسره کړي، له دې وړاندې دا ریکارډ د برسلونا پخواني لوبغاړي چاوي هرناندیز په نوم و.
برسلونا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ریال مدرید لوبډله د لالیګا لیګ په جدول کې د ۵۶ نمرو سره لومړی مقام خپل کړ، برسلونا په ۵۵ نمرو سره بیا دویم مقام کې ځای لري.
د برسلونا لوبډلې ځینې مهم لوبغاړي د ټپي کېدو له کبله له لوبډلې بهر دي، همدا لامل دی چې په لوبډله کې د لیونل میسي اغیز هم کم شوی دی.
له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په لالیګا لیګ کې د روان پړاو لومړۍ لوبه کومه چې په نومبر میاشت کې ترسره شوه په صفر-صفر پای ته رسیدلې وه.
https://www.youtube.com/watch?v=JxExs53OWvA